د فرانس ولسمشر ایمانيول مېکرون او د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ارزښت خبرې کړې دي.
د اکتوبر پر ۲۰مه د مېکرون له دفترخپره شوې خبرپاڼه وايي،دواړو مشرانو د اکتوبر پر ۱۹مه په پېريس کې له يو بل سره وکتل.
مېکرون په سېپټېمبر میاشت عراق ته د سفر پر مهال د دې هیواد د خپلواکۍ ملاتړ کړی و او ویلي یې ول چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال او د عراق په چارو کې د بهرنیانو مداخله مهم چېلنجونه دي چې بغداد ورسره مخامخ دی.
په خبرپاڼه کې دا ډول ویل شوي چې دواړو مشرانو د یوه فرانسوي شرکت د هغه پلان ستاینه وکړه چې په بغداد کې د مېټرو جوړولو لپاره یې وړاندې کړې ده.
الکاظمي د روان کال په مې میاشت کې د وزيراعظم په توګه دنده پیل کړه. د هغه حکومت ژمنه کړې چې هغه وسله والې ډلې به وځپي چې د عراق د بې ثباته کولو هڅې کوي.