د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو د مباحثو کمېشن وايي د ولسمشرۍ امیدوارانو ډونلډ ټرمپ او جو بایډن ترمنځ راتلونکیو مباحثو کې به چې یو تن خبرې کوي نو د بل مایک به بندوي چې دا راز د یو بل په خبرو کې مداخلت نه کېږي.
یاد کمېشن دا بدلون پرون ( د اکتوبر ۱۹ مه) په داسې حال کې اعلان کړ چې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره شوې اولنۍ مباحثه کې دواړو امیدوارانو پر یوه بل لفظي حملې وکړې او په نتیجه کې یې د دغه بحث ځینې برخې د ګډوډۍ ښکار شوې وې.
له هغه سمدستي وروسته د ولسمشریزو انتخاباتو د مباحثو کمېشن د مایک بندولو وړاندیز مخې ته راوړه چې مقصد یې د اکتوبر په ۲۲ مه کیدونکې مباحثه په درناوي ترسره کول دي.
د یاد کمېشن په یو بیان کې هیله څرګنده کړل شوې چې دواړه ولسمشریز امیدواران به د یو بل د خبرو لپاره ټاکل شوي وخت احترام وکړي چې په ترڅ کې به یې د کتونکو لپاره ګټه ور بحث پرمخ لاړ شي.
د ولسمشر ټرمپ انتخاباتي ډلې په دې بدلون نیوکه کړې خو ویلی یې دي چې نوموړی به په مباحثه کې برخه اخلي.
د مایک بندولو په ترڅ کې به هر امیدوار د مباحثې په سر کې بغیر له مداخلې دوه، دوه منټه وخت ولري چې ورپسې به بیا د ازاد بحث لپاره د دواړو مایکونه خلاص کړل شي.
د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو مباحثې هره برخه ۱۵ منټه وخت لري. په دغه هېواد کې ولسمشریز انتخابات د نومبر په درېیمه کېدونکي دي او له دې وړاندې بله مباحثه به د دغو انتخاباتو اخرنۍ مباحثه وي.