دا دوه کسان احسان الله او اخترګل نومېده چې د چارواکو په وېنا له کورنیو سره یې ورله خبرې کړې دي.
یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، د اکتوبر په ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، جنازې ته روان کسان پر یوې امنیتي پوستې ونه درېدل نو بلې پوستې ته د هغوی د ویشتو امر وشو. چارواکي وايي دغه کسان په غلطۍ سره وژل شوي او د اغېزمنو کورنیو سره به انصاف کوي.
د پارليمان غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، محسن داوړ دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده.
بل پلو، د خیسور خلکو چې پرون د وژلو شویو کسانو جسدونه د احتجاج په توګه اېښی وو، د حکومتي چارواکو سره د مذاکراتو نه پس یې اوچت کړي او خپل احتجاج يې هم ختم کړی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې ايي اېس پي ار په یو بیان کې ویلي وو چې هغوی مشکوکه وسله وال وژلي چې په بدامنۍ کې ککړ وو.