د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه


پاکستان جمهوري غورځنګ د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجراوالې کې له جلسې خپل احتجاجي تحریک پیل کړ.
پاکستان جمهوري غورځنګ د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجراوالې کې له جلسې خپل احتجاجي تحریک پیل کړ.

پاکستان جمهوري تحریک د اکتوبر پر ۱۸مه د کراچۍ په باغ جناح کې د پیل کړې احتجاجي لړۍ دویمه جلسه کوي.

د پاکستان جمهوري تحریک د مشر مولانا فضل الرحمان تر څنګ به د مسلم لیګ نون مریم نواز شریف ، بلاول بټو زرداري او په تحریک کې د شاملو ګوندونو مشران او استازي په جلسه کې ګډون او ویناوې کوي.

په کراچۍ کې مېشت خبریال راشد خان مشال راډیو ته وویل چې د دې جلسې لپاره په باغ جناح کې انتظامات شوي او سټيج جوړ شوی دی.

ده وویل چې سیاسي مشران به پر یو ځانګړې لاره جلسه ګاه ته ننوځي او د هغې لارې امنیتي چارو رېنجرز ځواک سمبال کړې دي.

د اپوزېشن له ۱۱ ګوندونو جوړ پاکستان جمهوري تحریک د حکومت ضد لومړۍ جلسه د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجراواله کې کړې وه.

پاکستان جمهوري تحریک ویلي وو چې د ګوجراوالې په جلسه کې یې په لسګونه زره خلکو ګډون کړی وو خو حکومت هغه جلسه ناکامه بللې وه.

خبریال راشد خان وویل چې د کراچۍ د جلسې د امنيت لپاره د پوليسو په وینا، ۱۵ زره سرتېري ګمارل شوي دي.

ده وویل چې د جلسې په ميدان کې له کورونا ناروغۍ د ځان ساتلو پر لارښوونو هم عمل شوی او د ولس د ناستې لپاره له ۳۰ تر ۴۰ زرو چوکۍ اېښودل شوې دي.

د جلسې د پیل لپاره د پاکستان د وخت مطابق مازيګر پنځه بجې ټاکل شوې دي.

خبریال راشد خان وايي په کراچۍ کې اوسمهال ګرمي ده نو ښايي دا جلسه له ماښامه وروسته پیل شي.

د پنجاب په ګوجراواله کې شوې جلسې ته هم د پیل لپاره پنځه بجې ورکړل شوې وې خو جلسه تر ټاکلي وخت ډېره په ځنډ پیل شوې وه.

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د یو غونډې په ترڅ کې د پاکستان جمهوري تحریک په نامه د حکومت ضد غورځنګ جوړ کړی وو.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی.

د دوي په وینا دا درغلۍ پوځ کړې وې او دوي د عمران خان حکومت نه مني او په ملک کې له سره شفاف انتخابات غواړي.

خو وزیراعظم عمران خان او پوځ دواړه د اپوزېشن تورونه ردوي او وايي چې پوځ په سیاست کې ښکېل نه دی.

XS
SM
MD
LG