د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کالاشیانو ودونو رجسټرولو قانون سازي به ژر وشي'


کالاشۍ ښځې په خپله کلنۍ مېله کې
کالاشۍ ښځې په خپله کلنۍ مېله کې

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د اقلیتونو لپاره سلاکار وزیرزاده وايي، د کالاشیانو د ودونو د رجسټریشن لپاره به ډېر ژر قانون جوړ شي.

له چتراله د صوبايي اسمبلۍ غړي وزیرزاده د اکتوبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې دې لړ کې یې له وزیراعلا، نورو چارواکو او د کالاش له مشرانو سره خبرې اترې کړي دي او هیله ده چې ډیر ژر به د کالاشیانو د ودونو د رجسټریشن لپاره قانوني مسوده اسمبلۍ ته وړاندی کړي.

''موږ د حکومت له اړخه ۷۵ تصدیق شوو قاضیانو چې پکې ښځې هم شاملې دي، سره دا مهال د کالاشیانو د ودونو رجسټریشن په اړه مشورې کوو. هغوی به یوه مسوده تیاروي او بیا به یې د شاوخوا ۵۰۰ کالاشي کورنیو نه منظوروو. وروسته به یې اسمبلۍ ته وړاندی کوو. اوس د ضرورت لپاره موږ له نادرا د واده یو کاغذ جوړ کړو خو هغه هم په ډیرو ځایونو کې نه منل کېږي. بله دا چې په کالاشیانو کې د ښځو په جاییداد کې د برخې کلتور نیشته نو چې کله کالاشي جینکۍ بهر وادونه وکړي نو بیا له کورنیو په جاییداد کې برخه غواړي. بل د مذهب بدلولو او له خاونده د تل لپاره د بیلېدو وروسته چې جینکۍ خپلو کورونو ته واپس راشي نو ډیر مسلې وي. ځکه موږ غواړو چې دا قانون ژر تر ژره جوړ شي.''

د وزیرزاده په خبره، د کالاشیانو ابادي شاوخوا ۴۰۰۰ ده او کالاش قبیله ۲۵۰۰ کلونه پخوانې تاریخ لري خو تر اوسه د ودونو رجسټریشن لړ کې کومه قانون سازي نه ده شوې.

وزیرزاده دا خبره په داسې حال کې کړې چې د خیبرپښتونخوا د کالاش قبیلي خلک وايي، د دوی ودونه د پاکستان له حکومتي ادارو سره نه رجسټرډ کېږي چې له وجې یې په نوکریانو او ویزو ترلاسه کولو، د جاییداد تقسیم، مذهب بدلېدو او د ښځې او خاوند له یو بل څخه د تل لپاره د بېلدو په برخه کې ګڼ مشکلات لري.

د چترال اوسیدونکې سید ګل کالاش مشال رېډیو ته وویل چې د ځینو جینکو په وړوکوالي کې د ودونو او مذهب بدلېدو وروسته هغه جینکۍ بیرته خپلو کورونو ته واپس شوي دي نو ځکه دوی له حکومته د کالاشیانو لپاره د واده د رجسټریشن د قانون غوښتنه کوي.

''زموږ د اکثره ۱۳ یا ۱۴ کلنو ماشومانو جینکو مذهبونه بدل کړل شي. د هغوی د میندو پلرونو د اجازې بغیر یې نکاح وشي او د خپلې اندې پکې حق مهر ولیکل شي. وروسته چې بیا څه مسلې راشي نو خاوندان یې پرېږدي او بیا زموږ لپاره لانجه جوړه شي. زما خپله ترور د درو ماشومانو کېدو وروسته خپل خاوند پریښودې ده. اوس زموږ کورکې اوسږي او موږ نه پوهیږو چې څه وکړو ځکه چې مذهب یې بدل شوی دی. بل چې د رجسټریشن قانون نیشته د نو کالاشي هلکان او جینکۍ په وړوکوالي کې واده وکړي، سبقونه یې پاتې شي او بیا ذمه واری نشې پوره کولای نو د ودونو د رجسټریشن قانون راتلو سره به دا مسلې ختمې شي.''

سید ګل کالاش زیاتوي، د دوی په وادونو کې یوازې د کالاشي کلتور ترمخه زباني نکاح وشي خو پکې په کاغذ لاسلیکونه نه کېږي.

''زموږ ۹۹ اعشاریه نهه فيصده ودونه د هلک او جینۍ په خوښه کېږي. جینکۍ د روایاتومطابق له کوره وتښتې او د خپلې خوښې هلک سره واده وکړي. خو ترهغه وخته پورې هلک سره اړیکې نه ساتې ترڅو چې مور او پلار یې د هلک او د خوښې د واده په اړه پوره معلومات نه وي کړې. بیا زموږ د کلي مشران راغونډ شي او وزه حلاله کړي او د واده شوې جوړې لپاره دعا وکړي. ځینې خلک عبادتخانې ته هم ولاړ شي. خو باقاعده یو کاغذ نه لاسلیک کېږي. بس ساده واده وشي او خلک خبر شي نو دا کافي وي.''

په چترال کې مدني فعال لوک رحمت بیا وايي، د ودونو د دجسټریشن د نیشتوالي له وجې دوی اکثره په امنیتي پوستو د تلاشۍ او نورو ځایونو یا هېوادونو ته د سفر پر مهال د پولیسو له پوښتنو سره مخامخ کېږي.

''د ودونو د رجسټریشن د نیشتوالي له وجې موږ ته تر ټولو لویه مسله دا راځي چې ملاکنډ ډویژن له موږ سره نیږدی دی نو موږ چې له ښځو سره بلې کومې سیمې ته ورځو او په ملاکنډ تیرېږو نو امنیتي ځواکونه د واده اسناد غواړي او موږ سره بیا څه ثبوت نه وي. دغسې که بل کوم هېواد ته ورځو نو د ویزو لپاره د خپل واده کاغذونه راسره نه وي.''

د اکتوبر پر ۱۷مه د چترال په بیریر دره کې د کالاشیانو پول کلنۍ میله وشوه چې پکې په سلګونه هلکانو او جینکو د خوښې د ودونو پرېکړه وکړه. کالاشي هلکان او جینکۍ د خوښې د واده تر پرېکړې وروسته د څو ورځو لپاره نورو سیمو ته ولاړ شي او بیا کور ته له راتللو وروسته هلک د جینۍ پلار ته ولور ورکوي.

XS
SM
MD
LG