د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې د کمر نړېدو پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي


په ګلګت بلتستان کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر نهمه هم یو مسافر وړونکی بس تر کمر لوېدلی وو چې لږ تر لږه ۲۵ تنه پکې وژل شوي وو. 
په ګلګت بلتستان کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر نهمه هم یو مسافر وړونکی بس تر کمر لوېدلی وو چې لږ تر لږه ۲۵ تنه پکې وژل شوي وو. 

د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د کمر نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي.

يو پوليس چارواکی وکيل خان وايي، د ۱۵ مساپرو وړونکی هغه يو بس تر کمر لاندې شوی چې له راولپنېډۍ څخه سکردو ته روان وو.

ده وویل چې د ژغورنې عمليات روان دي.

په ګلګت بلتستان کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر نهمه هم یو مسافر وړونکی بس تر کمر لوېدلی وو چې لږ تر لږه ۲۵ تنه پکې وژل شوي وو.

چارواکي وايي چې په پاکستان کې د سړکونو پیښې بې احتیاطه موټر چلولو ، خرابو موټرو، او د کنډکپر سړکونه له وجې رامنځ ته کيږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه هر کال نزدي ۹۰۰۰ ټرافيکې پېښو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG