د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غلام خان بندر کې مو کارونه ځنډول کېږي: تجاران


تجاران وايي، پاکستان دې په غلام خان بندر کې د مامورینو شمېره زیاته کړي.
تجاران وايي، پاکستان دې په غلام خان بندر کې د مامورینو شمېره زیاته کړي.

د شمالي وزیرستان د مېوو او سبزیانو سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې ده چې پر غلام خان بندر دې د هغوی د ګاډو او اموالو د کتلو پروسه تېزه کړي.

د شمالي وزیرستان د تجارانو د ټولنې مشر ملک عبدالله خان د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی لارۍ چې پکې مېوې او سبزیانې بار وي، په ورځو ورځو په بندر کې ولاړې وي چې له وجې یې مېوې او سبزیانې خرابېږي او د هغوی د لکونو روپو تاوان کېږي.

ملک عبدالله خان وايي، د افغانستان لوري ته د ګاډو د کلیر کولو یا کتلو پروسه چټکه ده خو د پاکستان غاړې ته د عملې د کمبوت له وجې د هغوی کارونه د ځنډ سره مخ کېږي. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په غلام خان بندر کې دې د خپلو مامورینو شمېره زیاته کړي چې د هغوی ستونزې هوارې شي.

بل پلو د شمالي وزیرستان چارواکو د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د تجارانو له ستونزو خبر دي او د حل کولو لارې چارې یې سنجوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG