په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه د معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې له مخې د اکتوبر د ۱۶مې او ۱۷مې نېټې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۶۴۱ نوې مثبتي پېښې ثبت شوي او ۱۷ کسان ترې مړه شوي دي.
د ويبپاڼي ترمخه په هېواد کې د اکتوبر تر ۱۷مې پورې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېره ۳۲۲,۴۵۲ ته رسيدلې ده.
خو له دې ناروغۍ تر ۳۰۰,۰۰۰ زيات کسان رغېدلي هم دي.
دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کيسونو شمېره له ۹۰۰۰ زياته ده.
دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه لوړ پورو حکومتي چارواکو د وايرس د بيا خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر د اکتوبر پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې ویلي ول چې مخکې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شرح دوه اعشاریه اووه دېرش ده کومه چې په تېرو نږدې دوو میاشتو کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه کچه ده.
د پاکستان د روغتیا ادارې پر خلکو غږ کړی چې د کورونا وايرس مخنيوي لړ کې دې پر حکومتي لارښونو عمل وکړي.