د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کویډ-۱۹ اقتصادي زیانونه ښايي دوامداره وي: ای اېم اېف


په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق مرکزي دفتر
په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق مرکزي دفتر

د پیسو نړیوال صندوق خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا له کبله ابهام ښايي هومره ډېر وي چې د نړیوالې اقتصادي رغونې مخه ونیسي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي چې ښايي د دې وبا له کبله د رامنځته شوي نړیوال مالي بحران زیانونه دوامدار وي.

د پیسو نړیوال صندوق مشرې کریستالینا ګیورګییوا پرون وویل، روان بحران د پخوانیو هغو په څېر نه دی نو ځکه مېرمن ګیورګییوا له دې بحران څخه د خلاصون لپاره د داسې اقداماتو غوښتنه وکړه چې د پخوانیو هغو په شان نه وي.

د پیسو نړیوال صندوق په خپل وروستي اقتصادي راپور کې اټکل کړی و، چې د نړۍ اقتصاد به سږکال په سلو کې ۴،۴ مخ په ځوړ وي، هغه رقم چې په ۱۹۳۰ مو کلونو کې له ستر اقتصادي بحران څخه په راوروسته موده کې ساری نه لري.

د پیسو نړیوال صندوق د غړو هېوادونو د مالیې د وزیرانو په ګډون د پالیسۍ د تدوین کمېټې پرون د اکتوبر په ۱۵مه له خپلې مجازي غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې بحران د اغیزو د کمولو لپاره زیات اقتصادي ملاتړ برابر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG