د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان په ارمینیا کې د توغندیو توغولو ځای په نښه کول تاید کړ


یو ارمنی توکمه پوځي د توپ مرمۍ توغوي - د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پېنځمه.
یو ارمنی توکمه پوځي د توپ مرمۍ توغوي - د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پېنځمه.

اذربایجان په ارمینیا کې د توغندیو ویشتلو د یوه ځای په نښه کول تایید کړي. باکو دعوه کوي چې له هغه ځایه پر ملکي سیمو توغندي ورول کېدل.

دا د تېرو دوو اوونیو په نښتو کې لومړی ځل دی چې اذربایجان پر ارمینۍ خاوره د اهدافو په نښه کول منلي دي. د قفقاز د سیمې دا ګاونډي هېوادونه له لسیزو راهیسې له اذربایجانه د پرې شوې سیمې ناګورنو – قره باغ پر سر لانجه لري خو اوسني تاوتریخوالي پکې د روسیې او ترکیې د ښکېلېدو وېره زېږولې.

انقرې او مسکو د اکتوبر پر ۱۴مه دواړه هېوادونه وهڅول چې د نړیوالو په منځګړتوب خبرو ته ستانه شي چې د ناګورنو – قره باغ لانجې ولاړ حالت هوار شي. په عین حال کې ترکیې د ((نیولو ځمکو)) اذربایجان ته د سپارلو غوښتنه هم کړې. د اذربایجان د دفاع وزارت پرون وویل چې د ارمینیا د بیلېسټېک توغندیو نظام یې تباه کړی دی. د باکو په وینا، د برید په ځای کې هېڅ ملکي ودانۍ نه وې.

د ارمینیا د دفاع وزارت د توغندیو ویشتلو پرځای د اذربایجان حمله تایید کړې خو دا یې رد کړي چې ګواکې یروان د اذربایجان پر خاوره او یا پر ملکي سیمو حملې کوي. کرېملېن ویلي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په ټېلېفوني خبرو کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د همکارۍ غږ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG