د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د ملي اردو د ۲ هلیکوپټرو لوېدو ۹ تنه وژلي


د هلمند نقشه
د هلمند نقشه

د افغانستان دفاع وزارت وايي په هلمند کې د ملي اردو دوه هلیکوپټرې لوېدلي او له امله‌یې ۹ تنه وژل شوي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د اعلامیې په اساس تېره شپه پاو باندې یوه بجه د هوايي ځواک دوه (MI-17) ډوله هلیکوپټرې له ناوې ولسوالۍ د پورته کېدو په وخت له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او ولوېدې چې په‌کې د دغو هلیکوپټرو ۹ سورلۍ ووژل شوې.

چارواکو ویلي دا پېښه څېړي.

اخوا له هلمنده یوې سرچینې مشال راډیو ته وویل چې یادو هلیکوپټرو په ناوه ولسوالۍ کې کمانډویان ښکته کړل او د بیرته پورته کېدو مهال چې ټپیان پکې بار ول، سره ولګېدې.

د هلمند په ناوه، نادعلي او د مرکز لښکرګاه په ځینو سیمو کې د افغان پوځیانو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له تېرو درېوو ورځو راهیسې جګړې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG