د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژلي


د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوه څنډه
د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوه څنډه

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د حکومت وسله والو مخالفانو د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف اله کامران مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه هغه وخت وشوه، چې وسله والو د ميرزکې ولسوالۍ په یوه کلي کې، د عامو خلکو پر کورونو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه؛ "د میرزکې ولسوالۍ په خلیلانو کلي کې پر کورونو تهاجمي حملې کړي، چې په نتیجه کې یې متاسفانه درې نفره ولسي وګړي چې یو یې قومي مشر و، شهیدان شوي دي."

د دې پېښې چې لا یې چا مسولیت نه دی منلی، د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي وسله وال طالبان هغه قومي مشران په نښه کوي، چې د سولې او نظام د ملاتړ تر څنګ په سیمه کې پر خلکو نفوذ لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG