د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرونا وایرس وایرس له ناروغۍ تر رغېدو پس په لومړي ځل د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین ته وتلی دی.
ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر ۱۲مه د فلوریډا په سېن فورډ کې په یو غونډه کې ګډون کړی دی.
تر غونډه وړاندې د هغه ډاکټر په یو بیان کې ویلي چې دا څو ورځې پرلپسې د هغه کورونا وایرس ټیسټ منفي راغلی دی.
ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې بیرته راوتلی چې د نومبر پر درېیمه کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته درو اونیو لا هم کم وخت پاته دی.
دا په داسې وخت کې ده چې نظرپوښتنې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن تر ولسمشر ټرمپ وړاندې ښي.
په دې وروستیو کې ځینو نظر پوښتنو په فلوریډا کې د سختې سیالۍ وړاندوینه کړې ده خو ځینو بیا جوبایډن پرمخ بللی دی.
خو د ټولې امریکا پر کچه بیا نظرپوښتنې جوبایډن ۱۰ فیصده تر ډونلډ ټرمپ وړاندې ښايي.