دواړه غاړې پر یو بل تور پورې کوي چې د روس په منځګړیتوب له شوي اوربنده یې سرغړونه کړې ده.
د ازربایجان د دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه پر ارمینیا تور پورې کړی چې په ماسکو کې د بشري اوربند پر شوي تړون عمل نه کوي.
یاد وزارت ویلي چې ارمینیا په په وار وار د ازرباجیاني پوځ پر پوستو د برید هڅې کړې دي.
د ارمنیا د دفاع وزارت ویاند شوشان سټیپانین ویلي چې ازربایجان اوس پر جنوبي سیمه بمبارۍ زیاتوي.
په عین وخت کې د ناګارنو- قرباغ ارمنیايي توکمه چارواکو ویلي چې د اکتوبر پر ۱۲مه یې ۴۵ نور غړي د اذربایجان له پوځ سره په نښتو کې وژل شوي دي.
له دې سره د سېپټمبر پر ۲۷مه په پیل شوې جګړه کې د دوی د وژل شویو غړو شمېر ۵۲۵ ته رسېدلی دی.
د جګړې له پیل تر اوسه په سلګونه عسکر او عام خلک وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو اونیوو سختې جګړې وروسته دواړو لورو د اکتوبر پر نهمه په مسکو کې د روسیې بهرنیو چارو د وزیر سېرګې لاوروف لخوا تر خبرو وروسته پر لنډ مهاله بشري اوربند موافقه وکړه.