د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هلمند په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالبان وژل شوي'


امنیتي ځواکونه
امنیتي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي بېګا د هلمند په ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالب وسله‌وال وژل شوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په یوه بیان کې ویلي چې افغان پوځیانو دا طالبان په دفاعي عملیاتو کې وژلي.

اخوا د هلمند والي جنرال محمد یاسین ویلي چې دی په خپله د ۶۰۱ لویې لارې، باباجي او نادعلي تصفیوي عملیاتو رهبري کوي او وسله‌والو طالبانو ته په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

وسله‌والو طالبانو د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه چې لسګونه طالبان‌یې وژلي د دې خبر تر لیکلو څه غبرګون نه‌ دی ښودلی.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یکشنبه وختي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی د هلمند څلورمه حوزه نیولې او د درېیمې حوزې د نیولو لپاره جګړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG