د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن او حکومت په خبرو د اختلافاتو له هواري انکار کوي


د اپوزېشن ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د اکتوبر له ۱۶مې په ملک کې د حکومت ضد احتجاجي جلسو اعلان کړی دی.
د اپوزېشن ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د اکتوبر له ۱۶مې په ملک کې د حکومت ضد احتجاجي جلسو اعلان کړی دی.

په پاکستان کې واکمن تحریک انصاف ګوند د اپوزيشن ګوندونو له ايتلاف پاکستان جمهوري تحریک سره د هر ډول مذاکراتو امکان رد کړی دی.

د تحریک انصاف سېنېټر محسن عزيز د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چې له احتساب او سیاسي معاملاتو پرته له اپوزېشن سره يوازې د ملک له ترقۍ سره پر تړلو موضعاتو ته تیار دي.

نوموړي‌ وویل چې له اپوزېشن سره یې هیڅ پټې خبرې اترې نه دي روانې. ده وویل، "اپوزيشن سره يوازې د ملک د خوشالۍ او د اقتصادي پرمختګ لپاره د مذاکراتو دروازې خلاصې دي خو هغوي دا غواړي چې د احتساب عمل ودريږي او د وزير اعظم عمران خان په دې اړه ژمنه ده چې هغه په دې عمل کې هیح لاسوهنه نه غواړي."

د محسن عزیز په وینا، د اپوزيشن مرکزي ايجنډا د احتساب عمل درول دي ځکه چې دا قضیې ثابت شوې دي.

ده وویل، "که زردارې صيب دی که نواز شریف صیب دی او اوس خو د شهباز شریف درغلۍ هم راښکاره شوه ، نو دا پيسې د ملک نه غلا کړل شوې دي ، په دې لړ کې هيڅ خبرې اترې نه کيږي او نه يې څه امکان شته."

خو د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري د کورونا وايرس وبايي صورتحال ته په کتو د اکتوبر پر نهمه پر اپوزيشن ګوندونو غږ وکړ چې د راتلونکي کال جنورۍ پورې خپل احتجاج وځنډوي.

د اپوزېشن په پاکستان جمهوري تحریک کې د شامل پپلز ګوند د قومي اسمبلۍ پخواني سپیکر فیصل کريم کنډي د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت او وزير اعظم خپله په عوامي غونډو کې د کورونا ناروغۍ په اړه پر هدایاتو عمل نه کوي.

ده وویل، "خبرې اترې چاسره وکړو ؟ حکومت سره ؟ هغه حکومت سره چې د اپوزیشن د ګڼ شمیر مشرانو په اړه وايي چې دا د ملک غداران دي او د هغوي پر ضد ايف آرونه درج کوي."

فیصل کریم کنډي زیاته کړه چې په خپله عمران خان ويلي دي چې له هيڅ چا سره مذاکرات کول نه غواړي.

ده وویل، "ایا عمران خان سره دا اختيار شته ؟ هغه یې واکمن کړی دی نو دلته که تاسې وګورئ نو خبره د اپوزیشن او د [عمران خان] د واکمنوونکو ترمنځ ده."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر يو شمیر مذهبي ، سیاسي ، او اقتصادي معاملاتو د اپوزيشن ګوندونو د حکومت پرضد احتجاجونه ، لاریونونه او پرلتونه تر سره کړي دی.

خو بیا په یوه نه یوه بڼه د حکومت او اپوزېشن ترمنځ خبرې اترې شوي او ستونزې تر ډېره حده د خبرو له لارې هوارې شوې دي.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مخکښ او په سینټ کې قايد ايوان راجه ظفر الحق په هغو سیاسی مشرانو کې يو دی چې د پاکستان د سیاسی تاريخ لوړې ژورې یې لیدلې دي.

نوموړي‌ د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل، ‌"چاته چې واک تر لاسه شي حکومت او طاقت ترلاسه شي نو بیا به د ډیر برداشت نه کار اخلي خو دوي خو هر وخت لګیا دي حتي وزیر اعظم هم په بیا بيا وايي چې اين ار او به چاته هم ورنکړي."

د راجه ظفرالحق په وینا، دا مهال په اپوزيشن ليکو کې له حکومت سره د مذاکراتو په اړه نه کومه کميټۍ جوړه شوې ده ، نه څه وړانديز شوی او نه په دې اړه کوم سوچ فکر کيږي.

ده وویل، "چې کومه بنیادي او مرکزي ستونزه ده هغه د وزیراعظم صاحب ستونزه ده او هغه ستونزه دا ده چې وزیراعظم اوپوژیشن ته وايي چې ما ومنئ ، ماته راوستل شوی یا سلکتيډ مه وايی او دا ګيله يې هم کړې وه چې اپوزيشن ګوندونه په پارلیمان کې زما د وينا پر مهال ولې بهر ووځي نو دا ټولې د ماشومانو خبرې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټمبر پر ۲۰مه جوړ شوي‌ د اپوزېشن ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د اکتوبر له ۱۶مې په ملک کې د حکومت ضد احتجاجي جلسو اعلان کړی دی.

د دې جلسو لومړۍ هغه به د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کې تر سره کېږی.

XS
SM
MD
LG