په هند کې د اکتوبر پر ۱۰مه د کورونا وايرس ريکارډ ۷۴،۳۸۳ نوې قضیې ثبت شوي او په نړیواله کچه د دې وايرس خپرېدو په اړه اندېښني زياتې شوي.
د مهاراشټرا رياست د ډاکټرانو اتحادیې مشر شیو کمار اوتور وايي پر ځان د باور او په کور کې د پاتی کېدو له وجې د سټريا احساسات زيات شوي دي او خلک دا فکر کوي چې تراوسه وايرس نه دي وهلي او محفوظه دي نو ځکه د ممبۍ ښار ته وتلي شي او ۵۰ فیصده خلک ماسکونه نه وهي.
په امريکا کې هم د اکتوبر پر ۱۰مه ۵۸،۳۰۲ کسان کورونا نیولي او د یوې ورځې دا شمېره په تېرو دوو میاشتو کې ساری نه لری.
د امريکا په ۱۰ رياستونو کې په يوه ورځ کې د کورونا وايرس تر ټولو زياتې پېښي زياتي شوي دي.
هلته په برازيل کې د کورونا وايرس له وجې ۵۵۹ نور کسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمیر له يو نيم لاکو اوښتی دی.
په فرانس کې د کورونا وايرس ريکارډ ۲۷۰۰۰ نوي کيسونه ثبت شوي. په ایران کې د اکتوبر پر ۱۱مه په پلازمېنه تهران کې ماسکونه لازمې ګرځول شوي دي.
د روسیې په پلازمینه مسکو کې چارواکو د اکتوبر پر ۱۱مه وویل چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره محدودیتونه عملي کوي.
مسکو د کورونا وايرس له وجې تر ټولو زياته اغیزمنه شوې چې په کې د کورونا وايرس ۳۱۲۰۰۰ مثبتي کيسونه ثبت شوي دي.