د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ اوربند له خطر سره مخامخ شوی 


بلخوا د اذربایجان د دفاع وزارت شپې ناوخته وویل چې له ارمنیا څخه توغول شوي توغندي يې د هېواد پر دويم لوی ښار ګنجې لګېدلي دي.
بلخوا د اذربایجان د دفاع وزارت شپې ناوخته وویل چې له ارمنیا څخه توغول شوي توغندي يې د هېواد پر دويم لوی ښار ګنجې لګېدلي دي.

د اذربایجان او ارمنيا ځواکونو ترمنځ د ناګارنو ـــ قره باغ پر سیمه د اکتوبر پر ۱۱مه لنډمهاله او کمزوری اوربند له خطر سره مخامخ شوی دی.

دا اوربند يو ورځ مخکې شوی وو. دواړو خواو پر یو بل د بریدونو تور لګولی دی.

د روسیې په منځګړتوب اوربند د اکتوبر په ۱۰مه پر سیمه يیز وخت غرمې مهال نافذ شوی وو.

د اکتوبر پر ۱۰مه د لانجمنې سيمې ناګارنو ـــ قره باغ مرکز ستېپانکېرت له ماښامه تر سهاره چاودونو ولړزاوه.

د ارمنیا بېلتونپاله پوځي چارواکو هم پر اذربایجان تور پورې کړی چې د ناګارنو – قره باغ پر نورو ښارونو یې راکټي بریدونه کړي دي.

د ارمنیا د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه ناوخته په يو بیان کې ويلي چې اذربایجان له اوربنده سرغړونه کړې ده.

بلخوا د اذربایجان د دفاع وزارت شپې ناوخته وویل چې له ارمنیا څخه توغول شوي توغندي يې د هېواد پر دويم لوی ښار ګنجې لګېدلي دي.

په ګنجه کې د عام وګړو د وژل کېدو او ژوبل کيدو راپورونه دي. د ارمنیا د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان هغو راپورونو چې په ښاري سيمو ډزې کوي په اړه وويل چې د داسې ناسمو معلوماتو خپرولو هدف د خپلو کړنو پټول دي.

د دواو خوا ترمنځ له اوربند راهيسي د جګړې راپورونه ورکړل شوي. له دوو اونیوو سختې جګړې وروسته دواړو لورو د اکتوبر په نهمه په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سېرګې لاوروف لخوا تر خبرو وروسته پر لنډ مهاله بشري اوربند موافقه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG