د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرغیزستان وېشلي پارلیمان صادر جپاروف نوی وزیراعظم منختب کړ


د کرغیزستان وېشلي پارلیمان له خوا په لانجمنه توګه نوی منتخب شوی وزیراعظم صادر جپاروف د اکتوبر پر ۱۰مه د وینا پر مهال. 
د کرغیزستان وېشلي پارلیمان له خوا په لانجمنه توګه نوی منتخب شوی وزیراعظم صادر جپاروف د اکتوبر پر ۱۰مه د وینا پر مهال. 

د کرغیزستان وېشلي پارلیمان په لانجمنه توګه صادر جپاروف د نوي وزیراعظم په حیث منختب کړی دی.

دا له هغې څو ورځې وروسته ده چې په کرغیزستان کې د پارلیماني انتخاباتو په سر د راپورته شوي تاوتریخوالي پر مهال جپاروف چې د تښتونو په تور ورته سزا اورول شوې وه، له زندانه ووتلو.

د جپاروف د ټاکلو لپاره د اکتوبر پر ۱۰مه له هغې یو ورځ وروسته رایې واچول شوې چې ولسمشر سورن بايي جینبېکوف د نارامۍ او تشدد په ردعمل کې بیړنی حالت اعلان کړ او د سرښار په کوڅو کې یې سرتیري ځای پرځای کړل.

خو د راپورونو له مخې بیړني حالت د اکتوبر پر نهمه په داسې حال کې د بیشکیک په کوڅو کې په نښتو درولو کې لږ کار وکړ چې د جپاروف پلویانو د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتمباییف او د وزیراعظمۍ لپاره د بل کاندید عمر بیګ بابانوف د ګوندونو پر پلويانو کاڼي او بوتلې ویشتلې خو د اکتوبر پر ۱۰مه د کرغیزستان امنیتي ځواکونو د قهرجنو مظاهرو د تنظیمولو په تور اتمباییف ګرفتاره کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG