د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ سره د ښو اړیکو باوجود، حکومت ولې د پرمختګ ژمنې نه پوره کوي؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

په پاکستان کې سیاستوال او شنونکي په دې حیراني ښکاره کوي چې که د عمران خان حکومت د پوځي اسټېلېشمنټ سره ښې اړیکې لري نو بیا ولې د پرمختګ کارونه نه ترسره کېږي.

د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد وايي، په واک کې تر راتلو مخکې وزيراعظم عمران خان په وار وار ويلي وو چې يو هېواد هله پرمختګ کوي چې هره اداره خپل کار کوي او د نورو په هغو کې لاسوهنه نه کوي.

توصيف احمد مشال رېډيو ته وويل که حکمران ګوند په سياسي چارو کې د پوځ لاسوهنې ته دا جواز ورکوي چې دواړه په يوه پاڼه دي نو دا کار د ولس مسايل له نور زياتوي.

د هغه په خبره د پوځ کار د هېواد دفاع کول او د حکومت کار د ملک انتظام چلول دي، " له ۲۰۱۸ م کال راهيسې په پاکستان کې رياست د پاسه رياست دی. نو خبره دا نه ده چې حکومت او پوځ په يوه پاڼه دي بلکې په رياست د رياست بالادستي ده او وزيراعظم عمران خان پر دې ډېر فخر کوي. بلکې پرون يې دا خبره هم واضحه کړه چې استخباراتي اداره ايي اېس ايي د درغليو په معاملو هم نظر ساتي نو د دې مطلب دا شو چې هغه پخپله وايي چې خفيه اداره د ملک په چارو کې رول لوبوي. بلخوا ملک له اقتصادي مسلو سره مخ دی نو دا مسلې به هله حل کيږي چې د هېواد چارې د منتخب ولسي حکومت په لاسو کې وي. تر څو چې د هېواد د موجوده نظام ډهانچه برقرار وي نو عام وګړی به له مشکلاتو سره مخ وي."

په اسلام اباد کې د سياسي او معاشي چارو پوه اکرام هوتي وايي، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت کې د ټېکسونو يا محصولاتو په ترلاسه کولو کې د کمي له وجې د ترقۍ شرح د ۵.۸ څخه منفي يو ته لوېدلې.

اسلام اباد کې زرګونه سرکاري ملازمينو احتجاج پیل کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

اکرام هوتي مشال رېډيو ته وويل، په پاکستان کې حکمران ګوند د پوځ په ملاتړ خپلې حکومتدارۍ ته دوام ورکول غواړي او اپوزيشن بيا د پوځ په مرسته حکومت ختمول غواړي، نو د دې سياسي اړي ګړي له کبله که يو خوا د ولس مسايلو ته د حکومت توجو نشته نو بلخوا په پاکستان کې سرمايه کاري هم نه کيږي چې له وجې يې خلکو ته روزګارونه نه ملاويږي او په تېرو دوو کالو کې د خوراکي شيانو او د بجلۍ،ګېس او پټرولو په نرخونو کې هم له پنځلسو تر ۲۰ فيصده پورې زياتوالی راغلې.

هغه زیاتوي:

"په ملک کې ګراني هله ختمېدای شي چې دلته کې خلک په روزګار شي او اقتصادي حالت يې ښه شي او دا هرڅه له سرمايه کارۍ سره تړل شوي دي او په يو ملک کې سرمايه کاري هله کيږي چې هلته امن وي او د حکومتونو پاليسۍ پياوړې وي چې هره ورځ نه بدليږي."

د پاکستان د پو ځ پخوانی لفټېنېنټ جنرل طلعت مسعود وايي، چې کله هم حکومت او پوځ په يوه ډګر نه وي بلکې پوځ د ولسي حکومت ماتحت وي. نوموړي د اکتوبر په ۱۰مه مشال رېډيو ته وويل، کله چې حکومتي چارې د منتخب حکومت په لاسو کې نه وي او د نورو ادارو په لاسو کې وي نو بيا په ملک کې اقتصادي مسلې پېدا کيږي، ځکه چې د حکومت پر دې کنټرول نشته چې د ملک پېسې پخپله خرچ کړي يا په بجټ کې د ملک ادارو ته څومره څومره پيسې ورکړي؟ نو دا مسله خو شته چې له وجې يې د ولس ستونزې نه حل کيږي. خو په ملک کې د موجوده ناسمو حالاتو زمه واري زياتره په حکومت راځي.

که څه هم طلعت مسعود دا ونه ويل چې د پېسو خرچ کولو واک له چا سره دی؟ خو د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ مالي کال په 7.13 ټريلينه روپیو بجټ کې د صحت څانګې لپاره ۷۵ اربه روپۍ او د دفاعي او امنیتي چارو لپاره يې ۱۲۸۹ اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ په وار وار ويلي دي چې هغوی د پاکستان په سياست کې مداخله نه کوي.

بلخوا د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت وايي چې په ملک کې ګراني او نورې مسلې د پخوانيو حکومتونو د خرابو پاليسيو له وجې دوي ته پاتې شوي دي.

د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي انور تاج مشال رېډيو ته وويل چې حکومت يې د مسلو په حلولو کار پېل کړی او ښه لور ته روان دی:

"په ملک کې د څلورو ډېمونو په جوړولو کار روان دی چې ورسره زرګونه کسانو ته روزګار هم ملاو شوی دی. که څه هم ۵۰ لکه کورونه ګران دي خو د يوشمېر کورونو د جوړولو په منصوبه هم کار روان دی. پر دې سربيره د پاکستان ـ چين اقتصادي پروژې سره هم ډېرې خلکو ته روزګارونه ملاو شوي دي."

انور تاج زياتوي، له نورو هېوادونو د پاکستان د تحفظ او په هېواد دننه د مسلو د حل لپاره ضروري ده چې حکومت او پوځ په يوه ډګر وي.

XS
SM
MD
LG