د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پوهنتون ډاکټره ذکیه له ځورولو شکایت کوي


د سوات پوهنتون
د سوات پوهنتون

د سوات پوهنتون د مېرمنو د څانګې مشرې ډاکټرې ذکیې د پوهنتون د انتظامیې د ځینو کسانو خلاف پولیسو ته شکایت کړی دی.

نوموړې پولیسو ته ویلي چې هغې ته دړکې ورکړل شوي، فشار پرې اچول کېږي او ځورول کېږي. نوموړې ویلي چې د پوهنتون رجسټرار او نوره عمله ورسره ناوړه سلوک کوي.

ډاکټره زکیه د سوات پوهنتون د مېرمنو د څانګې یا وېمن کېمپس مشره ده. هغې د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، له تېرو څو ورځو راهېسې د پوهنتون ځیني چارواکي یې ځوروي، د مبایل، مسیج او برېښنا لیکونو له لارې ورته دړکې کېږي.

نوموړې وايي، سره له دې چې پولیسو ته یې شکایت هم کړی خو د ځورونو لړۍ ادامه لري.

ډاکټرې ذکیې وړاندې وویل چې د پوهنتون د رجسټرار، د هغه د مرستیال او د یو بل چارواکي لخوا ورته د رخصتۍ پر ورځ د سهار په پنځو بجو او یا هم د شپې پر دوو بجو زنګونه وهل کېږي. هغه وايي، پولیسو له پکار دي چې په دې اړه زر اقدامات وکړي.

خو د سوات پوهنتون ویاند رفیع الله د ډاکټرې ذکیې تورونه بې اساسه وبلل. نوموړي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دا دومره لویه خبره نه وه چې هغه پرې پولیسو ته تللې وای، بلکې پر ځای یې پکار ده چې په پوهنتون کې دننه د شکایتون کمېټۍ ته یې حال ویلی وای. نوموړی وايي، د ډاکټرې ذکیې سره هېڅ قسمه زیاتی نه دی شوی.

د سوات پوهنتون په حدودو کې د کانجو تاڼې مشر اېس اېچ او مجیب عالم د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د ډاکټرې ذکیې د شکایت پر اساس یې پلټنې پیل کړي او د پوهنتون له دوو چارواکو څخه یې تفتیش پیل کړی دی.

نوموړی وايي چې د قانون مطابق کارروايي روانه ده او د هغې د ځورولو تر شا چې هرڅوک لاس ولري هغوی به یې ارو مرو نیسي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG