د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې خپل ماموریت شرایطو ته په کتو پای ته رسوو: ناټو


د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ
د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ

له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته، ناټو وايي چې په افغانستان کې خپل ماموریت شرایطو ته په کتو پای ته رسوي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د اکتوبر پر اتمه په برسلز کې د شمالي مقدونیې له ولسمشر ستیفو پېنداروفسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې پوځي اتحاد پرېکړه کړې وه چې یوځای افغانستان ته ځي نو په راتلونکې کې د سرتېرو د تنظیم په اړه به هم پرېکړه په ګډه کوي او په مناسب وخت کې به یو ځای له افغانستانه سرتېري ووځي.

د اکتوبر پر اوومه امریکايي ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې لیکلي ول چې غواړي د عیسویانو اختر کرېسمس پورې له افغانستانه خپل پاتې سرتېري وباسي.

ستولتنبرګ زیاته کړه چې ناټو اوسمهال په افغانستان کې ۱۲،۰۰۰ پوځیان لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي سرتېري روزي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG