د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران مالي چارو څانګه د بندیزونو په تور لېسټ کې اچولې


د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

واشنګټن د اکتوبر پر اتمه دا اقدام په داسې حال کې کړی چې د ایران اقتصاد وار له مخه امریکايي بندیزونو ځپلی دی.

په دې کې هغه ۱۸ ایراني بانکونه شامل دي چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د تهران د ۲۰۱۵ز کال له اټومي تړونه د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومت تر وتلو وروسته، چې تر اوسه له زیاترو بندیزونو بچ پاتې ول.

له تازه بندیزونو سره سم، بهرنۍ مالي ادارې په تور لېسټ کې له شاملو ایرانیو بانکونو سره د کاروبار په صورت کې له جرمانو سره مخامخېدای شي چې دا له نړیوال مالي نظام سره د ایران د اړیکو د پرې کولو معنا لري.

د امریکا خزانې وزیر سټیون منوچېن د اکتوبر پر اتمه په بیان کې وویل: "د مالي څانګې په ګوته کول او پر ۱۸ لویو ایرانیو بانکونو بندیزونه یې امریکايي ډالرو ته د ناقانونه لاسرسي مخنیوي لپاره ژمنتیا په ډاګه کوي."

ده وویل:" تر هغو چې ایران د ترهګرو فعالیتونو ملاتړ نه وي درولی او خپل اټومي پروګرام یې نه وي ختم کړی، د امریکا د بندیزونو پروګرام به دوام ومومي."

منوچېن زیاته کړه چې تازه اقدام البته ایران ته د بشري چارو لپاره د پیسو راکړې ورکړې اجازه ورکوي.

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر واشنګټن تور پورې کړ چې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال یې پر تهران د خوړو او دواګانو لپاره د پیسو ورکولو پاتې لارې هم وتړلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG