د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېنېوا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي


په سویډن کې د جنیوا کنفرانس. مې ۳۱، ۲۰۱۱(انځور له ارشیفه)
په سویډن کې د جنیوا کنفرانس. مې ۳۱، ۲۰۱۱(انځور له ارشیفه)

د نړۍ څه باندې ۷۰ هیوادونو، نړیوالو سازمانو او مدني ټولنو استازو د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ز کال د کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحثونه پیل کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اکتوبر پر شپږمه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په یوې ثبت شوې وینا کې وویل چې دغه کنفرانس به یو ښه فرصت وي چې نړیواله ټولنه یې له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ په برخه کې نندارې ته وړاندې کوي.

د افغانستان ۲۰۲۰ز کال کنفرانس د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې جوړېږي.

د افغانستان مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې تمه ده چې نړیواله ټولنه به په دغه کنفرانس کې تر ۲۰۲۴ز کاله پورې د افغانستان د ثبات لپاره له افغانانو سره خپلې ژمنې تازه کړي.

د افغانستان ۲۰۲۰ز کال کنفرانس د بدلون د لسیزې د ژمنو یعنې د ۲۰۱۵م او ۲۰۲۰م کال ترمنځ د دورې وروستی کنفرانس بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG