د روسي حکومت منتقد الېکسي نوالني اروپايي اتحاديې ته وړانديز کړی چې د هغو شتمنو او بانفوذه روسانو پرضد سخت اقدام وکړي او اروپايې اتحاديې ته د هغوی پر راتګ بندیز ولګوي چې له روسي حکومت سره نيږدې اړيکې لري.
نوالني دا خبره د جرمني له ((بيلډ)) ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې وکړه چې د اکتوبر پر اوومه خپره شوه.
نوموړي ويلي چې د ټول هېواد پرضد بندېرونه کار نه کوي بلکې تر ټولو مهم دا دي چې د هغو کسانو شتمنۍ کنګل کړل شي او پر هغوی اروپايي اتحاديې ته د داخلې بندیز ولګول شي چې له روسي رژيم څخه ګټه ترلاسه کوي.
د هغه په وينا شتمن کسان او لوړپوړي چارواکي دې په نښه کړل شي چې د ولسمشر ولاديمير پوتين نيږدې کسان دي.
نوالني د اګست پر ۲۰مه له سایبریا مسکو ته په لاره په الوتکه کې ناڅاپه ناروغه شو چې وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.
د جرمني ډاکټرانو ویلي و چې نوموړی د نوویچوک په نوم تر بندیز لاندې زهریلا کيمياوي ماده ورکړل شوې وه. دا هغه ماده چې په پخواني شوروي اتحاد کې تولیده.
د نوالني خبرې داسې مهال مخې ته راغلي چې جرمني او ملګري هېوادونه يې پر دې بحث کوي چې د کريملين دې منتقد ته د زهر ورکولو په غبرګون کې څه ډول اقدامات وکړل شي.