د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاروبارونه نه بندوو: د ودونو هالونو مالکان


د هالونو مالکان وايي، د کورونا وبا له کبله ورته د لکونو روپو تاوان رسېدلی. (ارشیف)
د هالونو مالکان وايي، د کورونا وبا له کبله ورته د لکونو روپو تاوان رسېدلی. (ارشیف)

په پاکستان کې د ودونو د هالونو مالکانو اتحادیې ويلي، د کورونا وایرس د بيا خپرېدو په مخنيوي کې له حکومت سره همکاره دي خو خپل کاروبارونه به په هېڅ‌ صورت بند نه کړي.

د دې اتحادیې مشر، خالد ايوب وايي ټولو غړو هوټلونو او ودونو هالونو ته یې پېغام لېږلی چې که حکومت یې کاروبار بندول وغواړي نو دوی دې یې په وړاندې احتجاج وکړي.

خالد ايوب د اکتوبر په شپږمه مشال راډيو ته وويل د حکومت دا خبره سمه نه ده چې وايي کورونا وایرس د ودونو له هالونو خپرېږي.

نوموړي وايي:"د بسونو او بينکونو مخې ته چې کومه ګڼه ګوڼه ده. په بازارونو کې چې کوم حالت دی. هغه حکومت ته نه ښکاري خو یوازې هوټلونه او د ودونو هالونه ویني! موږ د واده په هال کې پر يو مېز د دولسو پرځای شپږ کسان کښېنوو. په منځ کې مو یې يوه يوه چوکۍ پرېښې وي. د حکومت په غونډو کې تاسي نه دې ليدلي‌چې د وزیراعظم په ناستو کې وزیران له يو بل سره پيوست ناست وي. په پاکستان کې ماسکونه بېخي څوک نه کاروي. که په يو شادي هال يا ریسټورنټ کې لارښوونې نه عملي کېږي نو دا يوه انفرادي مسله ده. د ټولې انډسټرۍ قصور نه دی."

دا غبرګون تر هغې وروسته راغلي‌چې د پلان وزیر او د کورونا سره د مبارزې ملي کمېټې مشر، اسد عمر ويلي چې د ودونو هالونه او رسټورانټونه د دې وایرس د بيا خپرېدو لوی سبب دی.

نوموړي د اکتوبر پر شپږمه پر ټويټر ليکلي‌ چې ټولو صوبو ته یې ويلي چې د هغو ټولو پر ضد دې کارروايي‌وکړي چې د حکومت په لارښوونو عمل نه کوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړی ناروغ په فرورۍ مياشت کې ثبت شوی وو. اوس که څه هم کيسونه کم شوي دي خو چارواکي یې له بيا راپورته کېدو وېره لري.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۴۶۷ کېسونه مخې ته راغلي‌ او شپږ کسان له دې وایرسه مړه شوي دي. د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکي د پاکستان حکومت ویب سایټ ليکلي‌چې د اکتوبر تر شپږمې پورې په ټول ملک کې درې لکه پنځلس زره او اوه سوه اوه ویشت کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي، ۶۵۲۳ ترې مړه شوي خو درې لکه ترې رغېدلي دي.

د پېښور په حیات اباد کې ډاکټره رزمي طاهر چې د کورونا وایرس له مریضانو سره یې کار کړی دی، د اکتوبر په شپږمه مشال راډيو ته وويل وېره ده چې د خلکو بې احتياطۍ له وجې به کورونا وایرس بيا راپورته شي.

طاهر زیاتوي:"په پاکستان کې الحمد لله د کورونا وایرس کېسونه بيخي کم شوي وو. نو ځکه آن ډاکټران هم ماسک نه اچوي. خلک له يوه بله فاصله هم نه ساتي. نو که دا حالات وو دا وایرس خدای مه کړه بيا خورېدلی شي."

د خېبرپښتونخوا د صحت وزارت چارواکو که څه هم په دې اړه مشال راډيو سره خبرې ونه کړي خو د پيغام له لارې رالېږلي معلومات يې ښيي‌چې په تېره یوه هفته کې یې لږ تر لږه درې سکولونه د لارښوونو د نه عملي‌کولو له وجې بند کړي دي.

همداراز د خیبر ميډيکل کالج څلور هاسټلونه تر هغې وروسته بند کړل شول چې اوه زده کوونکي په کورونا وایرس اخته شول. په همدې حال کې د بلوچستان د حکومت وياند لياقت شهواڼي د اکتوبر په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د ایران او افغانستان سره پر پوله د موقعيت او د خلکو د تګ راتګ له وجې یې په صوبه کې د کورونا وایرس د خپرېدو وېره له نور پاکستانه ډېره ده.

هغه زیاته کړه دوی د عامه پوهاوي کمپاين له لارې کوښښ‌کوي چې خلک روغتيايي لارښوونو عملي کولو ته وهڅوي. خو په کوټه کې ډاکټر شیرين خان وايي خلک فکر کوي چې کورونا وایرس بیا نه راګرځي نو ځکه د پخوا په شان احتياط نه کوي. هغه د اکتوبر په شپږمه مشال راډيو ته وويل د دې غلط فکر له وجې ستونزې بيا زیاتېدلی شي.

"لارښوونې دا دي چې لاسونه په صابن ومينځئ. يو بل سره ډير مه نيزدي کېږئ. ماسک وکاروئ. دا ساده خبرې دي خو خلکو فکر کړی چې کورونا ختمه ده نو ځکه د دې شيانو کولو ته ضرورت نشته. په ډېرو ملکونو کې موږ وليدل چې کورونا وایرس بيا راپورته شو نو که دلته هم حالت همداسې وو، کورونا وایرس به بيا خپور شي."

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ديسمبر کې د پاکستان په ګاونډي هېواد چين کې په اوهان ښار کې پېدا شو. بيا وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

په پاکستان کې یې تر ټولو تېزه څپه د اپرېل څخه تر جولای مياشت پورې وه چې حکومت یې د مخنيوي لپاره ځيني کاروبارونه، تعليمي ادارې او دفترونه وتړل خو د اګست له میاشتې راهیسې د کورونا وایرس په کيسونو کې تر کمي وروسته یې بنديزونه ختم کړي دي.

XS
SM
MD
LG