د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې له محسن داوړ سره د شوي چلند پرضد د وکیلانو کاربندیز


د سوات بار ضلعي خونه
د سوات بار ضلعي خونه

د اکتوبر پر درېمه په باجوړ کې د وکيلانو په يوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د وينا پر مهال په الغاو تلغاو کې د ښکېلو کسانو پرضد په ټوله خیبر پښتونخوا صوبه کې د وکيلانو کاربندیز دی.

د سوات سیدو شریف په ضلعي کچارۍ کې هم په سلګونه وکیلانو له عدالتونو بایکاټ کړی، دوی وايي تر هغو به پر احتجاج وي چې ذمه وارو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوي.

باجوړ کې له محسن داوړ سره د شوي چلند پرضد د سوات وکیلانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سوات بار اسوسیېشن یو غړی سید کریم شلماني وايي، نننی احتجاج یې د پښتنو دود ماتوونکو او د بار سپکاوی کوونکو پر خلاف خپل غبرګون ښودل دي. نوموړی زیاتوي، چې سل په سله کې وکیلان باجوړ کې له محسن داوړ سره پر شوي چلند خپه دي او دوی په خپل احتجاج سره دا ښودل غواړي چې هغوی ناراو عمل کړی دی او دوی یې په دنیا کې رسوا کړي دي.

د سوات بار اسوسیېشن مشر عنایت الله اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې مشرانو په مشوره یې احتجاج کړی دی او مقصد یې دا دی چې په راتلونکې کې د دغه ډول ناوړه پېښو مخنیوی وشي.

نوموړی وايي، د سوات بار ته لوی لوی سیاسي مشران او پوهان راغلي دي، لکه عمران خان، مرتضا بوټو او تېره میاشت محسن داوړ راغلی وو او دوی ټولو ته ډېر ښه درناوی شوی دی. نو که چېرته د باجوړ غوندې ناوړه پېښ

عنایت الله د سوات بار خونې ضلعي مشر
عنایت الله د سوات بار خونې ضلعي مشر

ه کې کېږي نو د بار کونسل خپل ایین شته چې د هغې له مخې د انضباطي کارروايي کېدای شي. او د خیبر پښتونخوا بار کونسل سره د ایین له مخې دا اختیار شته چې د ککړو خلاف کارروايي وکړي.

په سوات کې د باجوړ پېښې پرضد له ۲۵ عدالتونو څخه په سلګونو وکیلانو بایکاټ کړی دی. له دې سره په عدالتونو کې په سلګونه مقدمې هم ځنډېدلې دي.

بلخوا د جماعت اسلامي صوبايي مشر سېنېټر مشتاق احمد خان له وکسلانو او محسن داوړه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د دوی ګوند د پېښې په باب پلټنې کوي او ژر به خپله فیصله واوروي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG