د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ وکیلانو غونډه څنګه لانجمنه شوه؟


اېډوکېټ نصیر احمد وویل چې په دې پېښه کې څلور وکیلان ټپي شوي او پولیسو د ککړو کسانو پرضد ایف ای ار هم درج کړی دی.
اېډوکېټ نصیر احمد وویل چې په دې پېښه کې څلور وکیلان ټپي شوي او پولیسو د ککړو کسانو پرضد ایف ای ار هم درج کړی دی.

د باجوړ د وکیلانو د نوې ټاکل شوې کابینې په سوګند غونډه ګې ګډوډي رامنځ ته شوې ده او له کبله یې کابینې سوګند نه دی پورته کړی.

د باجوړ په خار کالونۍ کې د اکتوبر پر درېیمه په دې غونډه کې هغه مهال ګډوډي رامنځ ته شوې چې د پاکستان په پارلمان کې د شمالي‌ وزیرستان د خلکو استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وینا ته پرېنښودل شو.

د باجوړ بار ایسوسي ایشن نوي ټاکل شوي جنرل سیکرټري نصیر احمد مشال راډیو ته وویل، "کله چې ما محسن داوړ وینا ته راوبالی نو د جماعت اسلامي صوبایي نایب امیر هارون رشید او د باجوړ امیر وحید ګل سټیج ته وختل، او زما خیال وو چې دوي پر سټیج کښېني، خو هغوي کرسۍ راواخیستې او پر ما یې ګوزارونه وکړل، او محسن داوړ یې ونیوی."

نوموړي وویل چې په دې پېښه کې څلور وکیلان ټپي شوي او پولیسو د ککړو کسانو پرضد ایف ای ار هم درج کړی دی.

هارون رشید په دې اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه او ویې ویل چې "په دې اړه له وکیلانو سره خبرې وکړئ."

د باجوړ د جماعت اسلامي امیر وحید ګل وروسته پر ټولنیزو رسنیو په یو بیان کې ویلي چې دوي او وکیلانو ویلي وو چې په دې غونډه کې به کوم سیاسي غړی وینا نه کوي.

د ده په وینا، وکیلانو پر دې سربېره محسن داوړ ته بلنه ورکړې وه. خو د باجوړ بارایسوسي اېشن نصیر احمد اېډوکېټ وایي تر محسن داوړ وړاندې د پیپلز ګوند صوبايي مشر اخوندزاده چټان او بیا د جماعت اسلامي پر ټکټ له باجوړه د صوبایي اسمبلۍ غړي سراج الدین هم ویناوې وکړې.

تر دې پېښه وروسته غونډه بیا پیل شوه او محسن داوړ ورته لنډې خبرې هم وکړې.

هغه وویل، "د قبایلي ضلعو د وکیلانو استازیتوب په بار کونسل کې نه وو، د دې لپاره ما یو بل جمع کړی دی، پر هغه د بارکونسل ځواب راغلی دی، نو راروان اجلاس کې به دې ایجنډا کې راځي او د ټولو ضلعو وکیلانو ته به بار کونسل کې استازیتوب ورکړل شي."

د جماعت اسلامی مرکزي جنرل سیکرټری او سینیټر مشتاق احمد خان د اکتوبر دریمې په ماښام د جماعت اسلامي خیبر پښتونخوا څانګې د شعبه نشر و اشاعت پر ویب پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی دی.

په دې بیان کې ویل شوي چې له محسن داوړ سره یې رابطه کړې ده او پر دې پېښه یې ناخوښي ښودلې ده. بیان زیاتوي چې محسن داوړ یې المرکز اسلامي ته بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG