د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې کوېډ-۱۹ ناروغۍ وهلی وو، له روغتونه خپل سرکاري کور سپینې ماڼۍ ته ولاړ.
ټرمپ، د اکتوبر پر شپږمه په واشنګټن کې له هغه روغتونه ووت چې د هغه د کورونا وایرس درملنه پکې روانه وه. نوموړي ویلي، ډېر زر به یو وارې بیا په انتخاباتي کمپېن کې برخه واخلي.
ټرمپ په دوشنبه له روغتونه په قدم وهلو د باندې ووتلو او بیا په هیلي کاپټر کې سپینې ماڼۍ ته ولاړ او هلته به یې درملنه روانه وي.
نوموړي خپل هستوګنځي ته په رسېدو خبریالانو ته لاس وخوځاوه خو هېڅ یې ونه ویل.
هغه وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کې امریکایانو ته وویل چې له کورونا وایرسه مه ډارېږي، هغه خلکو ته وویل چې د ښو درملو او واکسینو په مټ به دې وبا ته ماتي ورکوي.
ولسمشر ټرمپ د واشنګټن په والټر ریډ میډیکل سنټر کې د کورونا د درملنې لپاره درې ورځې وړاندې داخل کړل شوی و. له روغتونه تر وتو وړاندې نوموړي پر ټویټر لیکلي وو، هغه پلان لري چې زر خپل انتخاباتي کمپېن ته وګرځي.
په امریکا کې د نومبر په درېمه د ولسمشرۍ انتخابات دي او د ولسمشر ټرمپ د ناجوړۍ له کبله د هغه د کمپين ډېرې غونډې ځنډېدلې دي.