د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سرپل کې ۱۵۰ طالبان د افغان دولت ملګري شول'


د طالبانو ۱۵۰ کسیز ډله له افغان دولت سره یوځای شوې ده
د طالبانو ۱۵۰ کسیز ډله له افغان دولت سره یوځای شوې ده

د سرپل ولایت پولیس وايي، د طالبانو یوه ۱۵۰ کسیزه ډله له دولت سره یوځای شوه.

د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند نور اغا فیضي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دغو کسانو د ګل احمد مرادي په مشرۍ په کوهستانات ولسوالۍ کې له دولت سره جګړه کوله، خو اوس ‌یې له تاوتریخوالي لاس اخیستی.

د فیضي په وینا تسلیم شوي کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم درلودل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د سرپل کوهستانات ولسوالۍ له اوو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG