د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرغزستان په بشکیک کې پراخې مظاهرې شوي


ځینو نورو مظاهره کوونکو د سرکاري ټېلیویژن او راډیو ودانۍ نیولې دي
ځینو نورو مظاهره کوونکو د سرکاري ټېلیویژن او راډیو ودانۍ نیولې دي

د کرغزستان په مرکز بشکیک کې د پارلېمان پر ودانۍ او د ولسمشر په دفتر کې اور لګېدلی دی.

دا له هغې یوه ورځ وروسته ده چې مظاهره چیانو ودانۍ محاصره کړه او پخوانی بندي ولسمشر الماس بېګ اتمباییف یې ازاد کړ. ورپسې د بشکیک په لارو کوڅو کې د امنیتي سرتېرو او د راپارېدلو مظاهره چیانو ترمنځ نښتې وشوې.

دا مظاهرې له پس کېږي چې د تېرې اوونۍ په پای کې د اکتوبر د څلورمې د انتخاباتو پایلې اعلان شوې کومې چې د ولسمشر سورنبای جینبیکوف مخالفینو ته د منلو وړ نه وې.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر شپږمه سهار په ټولنیزو رسنیو خپروو شویو عکسونو کې مظاهره کوونکي د ولسمشر په دفتر کې دننه لیدل کېدل چې کوټه په کوټه ګرځېدل او ځیني وسایل یې ویجاړول، هغوی د ولسمشر جینبیکوف لوی عکس هم راوغورځولو.

ځینو نورو مظاهره چیانو د سرکاري ټېلیویژن او راډیو ودانۍ نیولې دي.

د اوسني ولسمشر جېن بېکوف د ځایځایګي په اړه معلومات نشته خو ویانده یې وايي، هغه په بشکیک کې دی. سرکاري ودانیو ته تر ننوتلو وړاندې مظاهره چیانو چې د لسو ګوندونو پلویان یې په منځ کې وو، د ښار په الاتو څلور لاره کې راټول شوي ول.

راپورونه وايي، د پولیسو لخوا د مظاهره چیانو د خورولو پر مهال لږ تر لږه ۱۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG