د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی نجیب تره‌کی ومړ


 نجیب تره کی
نجیب تره کی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره‌کی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی وو نن سهار وختي د ننګرهار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

نجیب د ټکر له ورځې بې هوښه وو. ډاکترانو یې روغتیايي حالت نازک ښودلی وو.

د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه یو لوی زیان بللی دی.

د کرکټ دا ځوان ملي لوبغاړی چې ډېری وخت یې په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کاوه په ۲۰۱۴ کې نړیوال کرکټ ته ولاړ.

لومړی شل اوریزه لوبه یې د بنګله دیش خلاف وه او په ۲۰۱۹ کې یې وروستۍ لوبه هم د بنګله دیش خلاف وکړه.

د افغانستان لپاره یې په ۱۲ شل اوریزه سیالیو کې برخه اخیستې وه چې ټولې منډې یې ۲۵۸ منډې وې.

په یوه لوبه کې یې تر ټولو زیاتې منډې ۹۰ وې.

۲۱ څلوریزې او ۱۳ یې شپږیزې وهلې وې او د افغانستان ملی ټیم اوپننګ یا پیلییز توپ وهونکی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG