د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له قطري چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی


محمد اشرف غني په دوحه کې له قطري چارواکو سره د لیدو پر مهال
محمد اشرف غني په دوحه کې له قطري چارواکو سره د لیدو پر مهال

د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي وايي، ولسمشر اشرف غني قطر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن او سبا له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغان سولې په خبرو او دغه ‌شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي صدیقي د دوحې په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر له قطر مخکې کویت ته ولاړ او د کویت د امیر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون وکړ او دغه شان‌ یې د هغه هېواد له نوي امیر او وزیر اعظم سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه‌ یې ورسره خبرې کړې دي.

صدیقي زیاتوي: "افغان ولسمشر به نن او سبا د قطر هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره وګوري او دغه‌ شان د افغان مرکچي پلاوي سره به هم نن وګوري."

صدیقي وايي، ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د خپل دغه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې په قطر کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG