د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کویت او قطر په سفر روان شو.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي نوموړی به له قطري چاواکو تر څنګ هلته د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره هم وویني.
په دوحه کې له څه باندې درېیو اوونیو راهیسې د دولت او طالبانو مرکچیان د سولې خبرو ته ناست دي، خو بحثونه یې په ظاهره ځنډني او لا هم د عمومي غونډې پر اجندا توافق ته نه دي رسېدلي.
هلته د دواړو لورو مسؤلین وایي، د شنیې او یکشنبې په ورځ یې هېڅ لیده کاته نه دي شوي او معلومه نه ده چې نن به سره وګوري او که نه.