د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم په ټول ملک کې د جلسو نېټې اعلان کړې


د پاکستان جمهوري تحریک په نامه اتحاد د دې لپاره جوړ شوی دی چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت نسکور کړي او په ملک کې له سره شفافې ټاکنې وکړي.
د پاکستان جمهوري تحریک په نامه اتحاد د دې لپاره جوړ شوی دی چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت نسکور کړي او په ملک کې له سره شفافې ټاکنې وکړي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشرتابه په ټول ملک کې د حکومت ضد احتجاجي جلسو لپاره نېټې او ښارونه اعلان کړل.

د پاکستان جمهوري تحریک اسټېرنګ کمېټۍ د اکتوبر پر پنځمه تر غونډه وروسته اعلان وکړ چې لومړۍ جلسه به د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجرانواله کې وي.

تر هغه وروسته به د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې ، د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې ، ۲۲م نومبر په پېښور کې ، ۳۰ نومبر په ملتان کې او د دسمبر پر ۱۳مه به په لاهور کې جلسه وي.

پاکستان جمهوري تحریک تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې لومړۍ جلسه به یې د اکتوبر پر ۱۱مه په کوټه کې وي.

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د سېپټمر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال د پاکستان جمهوري تحریک په نامه د حکومت ضد اتحاد اعلان کړی وو.

د ملک د ټولو لویو اپوزېشن ګوندونو له خوا د پاکستان جمهوري تحریک په نامه اتحاد د دې لپاره جوړ شوی دی چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت نسکور کړي او په ملک کې له سره شفافې ټاکنې وکړي.

اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي‌ چې عمران خان د پوځ په مرسته د درغلیو په نتیجه کې واک ته رسېدلی دی خو عمران خان او پوځ دواړه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG