د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قرغیزستان کې پارلېماني انتخابات کېږي


په پلازمېنه بېشکېک کې یو کس ووټ اچوي
په پلازمېنه بېشکېک کې یو کس ووټ اچوي

د اکتوبر پر څلورمه په مرکزي اسیايي هېواد قرغیزستان کې پارلېماني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کیمپېن پر وخت په پیسو د رایو اخیستو تورونه پورې شوي.

د دې ترڅنګ په کیمپېن کې پر هېواد د مسکو د نفوذ په اړه اختلافات هم په ډاګه شوي.

د قرغیزستان ستره پارلېماني شورا چې جوګورکو کینېش بلل کېږي، ۱۲۰ څوکۍ لري چې ورباندې د ۱۶ ګوندونو ترمنځ مقابله ده.

په دې ګوندونو کې دوه حکومت پلوي هغه دي چې په اړه یې تمه ښوول شوې چې د اپوزیشن پرتله به زیاتې رایې وګټي.

د قرغیزستان له انتخاباتي قانون سره سم، یو ګوند له ۶۵ زیاتې څوکۍ نشي ګټلای.

دا قانون د هغه رجحان مختلف دی چې پکې به پخوا واکمنو ګوندونو اکثریت او بری ترلاسه کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG