د اذربایجان د دفاع وزارت وايي، د اکتوبر پر څلورمه یې له هېواده له بېلې شوې سیمې ناګورنو قره باغ څخه پر ګنجې، تېرتر او ګورادېز ښارونو د داغلیو توغندیو ځواب ورکړی دی.
د وزارت پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي چې پر غربي ښار ګنجه او یو شمېر نورو ملکي ابادیو مرمۍ ورول شوې دي.
په ګنجې کې له ۳۳۰،۰۰۰ زیات خلک اوسي.
د دفاع وزارت زیاتوي چې ارمنیو ځواکونو له ناګورنو قره باغه د ازربایجان د فېزولي ولسوالۍ کې پر ګورادېز او تېرتر سیمو د توغندیو حملې کړې دي.
د مشال راډیو اذربایجانۍ څانګې د وزارت په حواله ویلي چې ځواکونو ځوابي کارروايي کړې خو دا یې نه دي ویلي چې څه ډول غبرګون یې ښوولی.
خو د فرانسې خبري اژانس وايي، د ناګورنو قره باغ په پلازمېنه ستېپانېکېرت کې د چاودنو اوازونه اورېدل شوي.
د ارمنیا د دفاع وزارت د اکتوبر پر درېیمه وویل چې اذربایجانیو ځواکونو په ستېپانېکېرت کې پر ملکي اهدافو توغندي ورولي.