د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي


په شمالي‌ وزیرستان کې پوځ په وروستیو کې د وسله والو ضد بېلا بېلې کارروایۍ کړې دي
په شمالي‌ وزیرستان کې پوځ په وروستیو کې د وسله والو ضد بېلا بېلې کارروایۍ کړې دي

په شمالي وزیرستان کې امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه امنیتي ځواکونو په خیسور سیمه کی د لنډو عملیاتو پرمهال دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په وینا د پټو معلوماتو پر اساس دې عملیاتو کې بلال عرف ابو ناصر او احسان لله عرف پیر وژل شوي دي.

د دوي په وینا، دا وسله وال په هدفي وژنو، د خلکو تښتولو او نورو یو شمېر ترهګرو بریدونو کې مطلوب وو.

د دوي په وینا په دې نښته کې یو عسکر ژوبل شوی دی. چارواکي وايي په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې هم مشال راډیو ته د دې عملیاتو پخلی کړی دی. وسله والو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اکتوبر دویمې په ماښام هم امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بویه سیمه کې په داسې عملیاتو کې د دوو مهمو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ هم روانه ده چې پکې سږکال تر اوسه ۳۲ کسان وژل شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې ولس په وار وار د بد امنۍ پرضد احتجاجونه کړي او له حکومت څخه یې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

د شمالي وزیرستان اتمانزی وزیرو په خپله سیمه کې د بدامنۍ او نورو مسلو په اړه له حکومت سره د خبرو لپاره یو کمېټۍ جوړه کړې وه.

هغوي دا پرېکړه د سېپټمبر پر ۲۷مه په میرامشاه کې د اتمانزی وزیرو په څلورمه او وروستۍ ځانګړې جرګه کې کړې وه.

د یادې سیمې پارلماني استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ مشال راډیو ته ویلي وو چې دا کمېتۍ به له حکومت سره په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او هلته پر وسایلو د ځايي ولس د اختیار په اړه خبرې کوي.

د جرګې مشرانو ویلي چې یاده کمېټۍ به د اکتوبر پر پنځمه له حکومتي چارواکو سره په دې اړه خبرې اترې کوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول چې پکې لسګونه کسان ووژل شول. په دې بریدونو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG