د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لورالايي تر کوټې احتجاجي‌ لاریون


احتجاج کوونکي وايي، د دې لپاره دا شاوخوا ۲۸۰ کلومیټره تګ پر پښو کوي چې ټرافیکي پېښو ته د حکومت پام واړوي.
احتجاج کوونکي وايي، د دې لپاره دا شاوخوا ۲۸۰ کلومیټره تګ پر پښو کوي چې ټرافیکي پېښو ته د حکومت پام واړوي.

د بلوچستان له لورالايي څخه د انصاف پېنل په نامه یو ولسي تحریک د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د کوټې پر لور احتجاجي‌ لاریون پیل کړی دی.

د دې احتجاجي لاریون مشر اسفندیار کاکړ د اکتوبر پر درېمه مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې لپاره دا شاوخوا ۲۸۰ کلومیټره تګ پر پښو کوي چې ټرافیکي پېښو ته د حکومت پام واړوي.

اسفندیار کاکړ وویل چې د دوی د احتجاجي لاریون په ایجنډا کې نورې غوښتنې هم شته خو تر ټولو لویه او مهمه هغه یې دا ده چې له کوټې تر ډېره غازیخانه او له کلا سیف الله تر ډېره اسماعیل خانه دې سړک دوه رویه کړل شي.

نوموړي وايي:"د بلوچستان پر لویو لارو یوازې د اګست په میاشت کې د ټرېفیک ۹۴۴ پېښې شوې دي چې ۱۴۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۴۷۷ نور ټپي شوي دي. موږ نور د داسې ځاني زیان مخنیوی غواړو او له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دې لپاره ګامونه پورته کړي او دا سړکونه دې دو رویه یا ډبل کړي."

د بلوچستان پر هغه سړک د ټرېفیک پېښې ډېر کېږي چې له کوټې څخه د پنجاب ډېره غازیخان او د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته غځېدلی دی.

دا سړک نه یوازې یو رویه دی بلکې د صوبو ترمنځ د رابطې له کبله پرې ټرېفیک هم ډېر زیات وي. یو ځايي خبریال پیر محمد کاکړ وايي د ټرېفیک پېښې په دې وروستیو کې ډېرې زیاتې شوې دي او خلک یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

کاکړ زیاتوي: "پر دې مسله په سېنېټ کې هم خبره شوې ده، په قومي اسمبلۍ کې هم خبره شوې ده، موږ به تر کومه جنازې پورته کوو، په تېرو ورځو کې د یوې کورنۍ شپږ تنه ووژل شو تر هغه وړاندې د بلې کورنۍ پنځه تنه ووژل شول، پر دې سړک نه د ټرېفیک نظام شته او نه هم په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره څه کېږي."

د پاکستان د لویو لارو ادارې د ۲۰۲۰م کال په مې میاشت کې اعلان کړی وو چې د بلوچستان له ږوب څخه به کوټې ته تر څېرمه پراته ښارګوټي کچلاغه غځېدلی سړک دوه رویه کړي.

دا ۲۹۸ کلومیټره اږده هغه لاره ده چې بلوچستان له خیبر پښتونخوا سره نښلوي.

د این ۷۰ په نامه لاره بیا له کلاسیف الله څخه پر لورالايي‌ تېرېږي او بلوچستان له پنجاب سره تړي.

دا لاره ۳۴۸ کلومیټره اوږده ده. د دې لارې دوه رویه کولو په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د انصاف پېنل د احتحاچې لاریون مشر اسفندیار کاکړ وویل چې کوټې ته تر رسېدو وروسته به په لیکلې بڼه دا غوښتنه هم کوي.

نوموړي دا هم وویل: "دا مسلې له وفاق سره تړلې دي او ګورنر په صوبه کې د وفاق نماینده وي نو موږ هڅه کوو چې د ګورنر یا د وزیراعلا د کور مخې ته پرلت ووهو او دا خپلې غوښتنې پر هغوی ومنو."

اسفندیار کاکړ وویل چې په صوبه کې د جعلي ډومیسایل ردول او یو شمېر نورې مسلې یې هم د احتجاجي لاریون په ایجنډا کې شاملې دي.

د بلوچستان حکومت په صوبه کې د جعلي ډومیسایل سرټیفیکېټ جوړونکو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG