د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرستندویه اداره ۱۱۲۲ د بلوچستان پر دوو لویو لارو د ټپیانو ژوند ژغوري‌


د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس سینټر ایمبولس او کارکوونکي‌
د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس سینټر ایمبولس او کارکوونکي‌

پراګ - د بلوچستان پر هغو دوو لویو لارو هره میاشت په لسګونه خونړۍ ټرافیکي پېښې کېږي‌ چې دا صوبه له خیبر پښتونخوا او پنجاب سره تړي.

په دې کې یوه د بلوچستان ږوب د خیبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سره او بله د بلوچستان لورالايي‌ د پنجاب له ډېره غازي‌ خان سره تړي.

خلکو به د ټرافیکي پېښو پر وخت د طبي‌ مرستو له نیشتوالي‌ سر ټکاوه او شکایت به یې کاوه چې له هم دې کبله په زیاتره پېښو کې ژوبل شوي‌ کسان ژوند له لاسه ورکوي.

د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس سینټر په نامه ادارې اوس پر دې لارو د خلکو د مرستې لپاره کار پیل کړی دی.

په بلوچستان کې د دې مرستندویه ادارې د ودې او پلان جوړونې مشر سمیع الرحمان مندوخېل د جولايي‌ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر دې لاره یې پنځه مرکزونه جوړ کړي دي.

ده وویل ، “ لومړی پر زیارت کراس دی ، دویم پر نیسۍ دی ، دریم د ګوال حېدزی پر شینکۍ دی ، څلورم پر بادینزی دی او پنځم د شېراني ضلعې پر ماڼې خوا دی.”

ده وویل چې د دې لویې لارې پر ۳۲۰ کلومیټره واټڼ کې د دوي دا پنځمه مرکزونه کار کوي.

سمیع الرحمان مندوخېل وویل چې په دې مرکزونو کې شپه او ورځ داسې کارکوونکي‌ ناست دي چې په مسلکي توګه روزل شوي دي او چې کله ټلیفون ورته وشي نو دوي د پېښې ځای ته ځان رسوي‌ او د خلکو طبي مرسته کوي.

پر دې دوو لارو یوازې په تېرو درو میاشتو کې د ټرفیک په لسګونه داسې پېښې شوې دي چي‌ لږ تر لږه ۲۰ تنه یې وژلي او تر ۵۰ زیات یې ټپي کړي دي.

د ږوب د ولسي روغتون مشر ډاکټر هادي کبزي‌ مشال راډیو ته وویل چې د مرستندویه ادارې دا مرکزونه به د خلکو په ژوند ژغورلو کې ډېره مرسته وکړي.

ده وویل‌، “دا ډېره ګټوره پروژه او ډېر ګټور مرکزونه دي ، د ډېر خلکو ژوند یې ژغورلی دی او موږ هیله لرو چې له کوټې تر ږوب او ډېره اسماعیل خانه پر غځېدلې لاره به هم دا مرکزونه ډېر ګټور ثابت شي.”

ډاکټر هادي کبزي زیاته کړه چې پر دې لارو په حادثاتو کې زیاته مرګ ژوبله د هم دې له کبله وي چې ټپي شوي کسان پر وخت روغتون ته ونه رسول شي.

د این ۷۰ په نامه د لورالايي‌ او ډېره غازي خان ترمنځ لویه لاره له کلا سېف الله پیل کېږي چې پکې لورالايي ، موساخېل او بارکهان ضلعې راځي.

د مشال راډیو د یو مخکېني رپورټ له مخې پر دې لاره د ږوب او ډېره اسماعیل خان لارې پرتله زیاتې د ټرېفیک پېښې کېږي.

په لورالايي کې د ‌ډیوژنل ولسي روغتون ‌ډاکټر منیر اقبال مشال راډیو ته وویل چې هلته هم د مېختر په ښارګوټي کې د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس مرکز پرانستلو چارې په ورستي پړاو کې دي.

ده وویل ، دا مرکزونه به په ټرافیکي پېښو کې د ټپي کېدونکو هغو کسانو په ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي چې د لارې د اوږدوالي او مناسبو اسانتیاوو د نیشتوالي له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکټر منیر اقبال وویل ، “ هره میاشت د لورالايي روغتون ته شاوخوا ۲۵۰ داسې کسان راوړل کېږي چې پر سړکونو په ټرافیکي پېښو کې ټپي شوي وي نو ځکه پر دې لاره داسې مرکزونه ډېر ضروري دي چې د خلکو په ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي.”

په بلوچستان کې د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس ادارې ټول ۲۵ مرکزونه دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ، په دې مرکزونو کې په تېرو څه کم نهو میاشتو کې د ټرېفیک ۳۱۱۱ پېښې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې د یادې ادارې کارکوونکو د ۴۱۳۸ کسانو درملنه کړې چې ۸۶ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

له کوټې تر ږوب او ډېره اسماعیل خان پورې او له کلا سېف الله څخه تر لورالايي او ډېره غازي خان پورې چې هر ځای د ټرېفیک حادثه وشي او د پېښې له ځایه څوک پر ۱۱۲۲ نمبر ټلیفون وکړي‌ نو د یادې ادارې کارکوونکي‌ به له خپل اېمبولنس سره هلته ځان ور ورسوي.

XS
SM
MD
LG