د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سبۍ کې ټرېفیکي پېښې ۸ تنه وژلي


د بلوچستان پر لویو لارو پرلپسې داسې پېښې رامنځ ته کېږي
د بلوچستان پر لویو لارو پرلپسې داسې پېښې رامنځ ته کېږي

کوټه - د بلوچستان په سبۍ سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او اووه نور تپي شوي دي.

دا پېښه د اګست پر ۲۳مه ماسپښین هغه وخت شوې چې مسافر وړونکی وېګن په بالاناړي سیمه کې له ټرک سره ټکر شوی دی.

په وژل شویو او ټپي شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. وېګن له کوټې څخه د سبۍ پرلور روان وو.

ځايي لیویز چارواکي وايي چې په پېښه کې ټپي شویو کسان یې تر لومړۍ درملنه وروسته کوټې ته لېږلي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني په یو بیان کې ویلي چې د سبۍ مرستیال کمشنر ته امر شوی چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي.

د ده په وینا ، د کوټې په سېول روغتون کې د ټپيانو د علاج لپاره بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان د نورو سیمو په څېر د بلوچستان پر لویو لارو هم وخت ناوخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې له کبله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

پر دې لارو د ټریفیکي پېښو پر وخت خلک د صحي مرستو له نیشتوالي سر ټکوي.

خو مرستندویه اداره ۱۱۲۲ وايي‌ چې اوس یې پر یو شمېر لویو لارو خلکو ته د مرستې لپاره مرکزونه جوړ کړي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG