د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په وروستیو شپږ میاشتو کې یې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر دوو زرو زیاتې پېښې ثبت کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په دې اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ۲۰۸۸ قضیو کې جنسي تېري، د ښځو ټکول، د ښځو ځورول، د واده له حقه محرومول او په بدو کې ورکول شامل دي.
رسولي دا هم وویل چې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ دا ټولې پېښې څېړلي دي.
د ده په وینا، په دغو پېښو کې ککړ زیاتره کسان نیول شوي او قانوني چلند ورسره شوی دی.