د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او ملانیا کورونا وړجني شوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د اوهایو په ایالت کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د اوهایو په ایالت کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د کورونا وایرس ټیسټونه مثبت راغلي دي.

ولسمشر ټرمپ بېګا شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دی او مېرمن ملانیا ټرمپ ته یې کووېډ - ۱۹ لګېدلی دی او اوس به فرنطینېږي او د رغېدو عمل به یې ډېر زر پیل شی. دا لا نه ده مالومه چې ولسمشر ټرمپ او یا په مېرمنه کې یې د دغه ناروغۍ څه علامات ښکاره شوي که نه.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز له مخې په کورونا وایرس اختو کسانو کې عمومن پنځه ورځې وروسته د دغه ناروغۍ علامات ښکاره کیږي، خو په ځینو کېسونو کې د دغه ناروغۍ ترلاسه کولو وروسته په دوو ورځو کې یا حته تر ۱۴و ورځو وروسته هم علامات ښکاره کېدای شي.

دا له هغې وروسته ده چې د ولسمشر ټرمپ یو مشر سلاکار هوپ هېکس چې روانه اونۍ یې له ټرمپ سره ګڼ سفرونه کړي ول کورونا وایرس یې مثبت راغلی.

ولسمشر ټرمپ ته د کووېډ- ۱۹ ناروغي په داسې وخت لګېدلې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوه میاشت پاتې ده. په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر پر درېمه نېټه کېدونکي دي.

په وروستیو میاشتو کې د سپینې ماڼۍ د ګڼو کارکوونکو د کورونا وایرس نتیجې مثبتې راغلي دي، په دغو کسانو کې د مرستیال ولسمشر مایک پېنس مطبوعاتي سېکرېټره کیټي ميلر او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG