د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟ 


په امريکا کې ۵۳۸ اليکټررز يا رايي ورکونکی دې چې د دوی رایې د امريکا راتلونکی ولسمشر ټاکي.
په امريکا کې ۵۳۸ اليکټررز يا رايي ورکونکی دې چې د دوی رایې د امريکا راتلونکی ولسمشر ټاکي.

پراګ - په امريکا کې په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې رايې اچول کېږي. ولسي رايه [پاپولر ووټ] هغه څه وي چې ګټونکی کاندید ټاکي. خو د دې پرځای په امريکا کې د انتخاباتي کالج په نوم یو پېچلی نظام د راتلونکې ولسمشر د انتخاب لپاره کارول کېږي.

دوه نوماندان، ډونلډ ټرمپ او جو بایډن د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکایانو د رایو ترلاسه کولو لپاره کمپاين کوي.

هر يو ووټ مهم وي خو د ځینو رياستونو رایې د نورو پرتله ډېرې مهمې بلل کېږي. ځکه چې دا یو پېچلی انتخاباتي نظام دی او دا هم دومره پخوانی نظام دی چې څومره زوړ د امريکا تاريخ دی.

د مېشيګن ریاست یو رایه ورکوونکی براين فېربرادر وايي ، "موږ خپل ولسمشر په ولسي رایو - پاپولر ووټ - نه ټاکو. موږ د انتخاباتي کالج - اليکټرول کالج - له لارې ولسمشر ټاکو."

د امريکا په ايين کې د ولسمشر ټاکلو لپاره انتخاباتي کالج شامل کړل شوی وو او په دې کې وړو رياستونو ته د رایې ورکولو اضافي واک ځکه ورکړل شوی چې ممکن د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال له پامه وغورځول شي.

دا څنګه کار کوي؟

د هر رياست د ا اليکټرول کالج شمېر د دغه رياست د کانګرس غړو برابر وي. واشنګټن ډي سي هم یو څو لري. په نږدې هر رياست کې ټول انتخاب کونکي هغه کاندید ته رایه ورکوي چې د دې رياست ټاکنې يې ګټلې وي. نو یو کاندید چې په ځینو رياستونو کې ډېر اکثريت ترلاسه کړی وي او په نورو کې له لږې اندازې سره سره یې ماتې خوړولې وي نو هغه ولسي رايې خو وګټي خو د اليکټرز [اليکټرول کالج] اکثريت ورسره نه وي.

د ميمفس پوهنتون قانون پروفيسر سټيو مواروي وايي ، "د انتخاباتي رایو شمېرنې وروسته کېدای شي چې د هېواد ډیری اکثریت د یوه نوماند لپاره ولاړ شي. مګر بیا هغه نوماند چې په ملي کچه یې خورا لږې رایې ترلاسه کړې په حقیقت کې ګټل کېږي. لکه څنګه چې په ۲۰۱۶ کې ډونالډ ټرمپ او په ۲۰۰۰ز کې جارج ډبلیو بوش د زياتو رايو نه ترلاسه کولو باوجود انتخابات وګتل."

د امريکا په تاريخ کې د ولسمشرۍ ۵۸ ټاکنو کې ۵ هغه نوماندان ول چې انتخاباتي کالج [اليکټرول کالج] یې ګټلی خو ولسي رايي یې نه وې ترلاسه کړې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن له ډونلډ ټرمپ نزدې درې ميليون زياتي رايي ګټلي وې. خو ټرمپ په ګڼو مهمو رياستونو کې ۳۰۴ او کلنټن ۲۲۷ اليکټرول ووټونه ترلاسه کړي ول.

د ولسي رایو او د انتخاباتي کالج پایلو ترمنځ توپیر د دې لامل شوی چې دغه اداره اصلاح او یا لغوه کړي. هیلري‌کلنټن هم دا غوښته لري.

دا وايي ، "دا باید ټاکونکی نه وي چې څوک ملي انتخابات وګټي. هغه څوک چې ډیری رایې لري باید وګټي. په ښکاره ډول زه په دي اړه سخت احساس کومه. ځکه چې زه د امريکا ولسمشريزه انتخاباتو په تاريخ کې دويمه کانديده وومه چې تر ټولو زياتي رايي مې ترلاسه کړي وي."

د امريکا صدارتي انتخابات څنګه کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:57 0:00

د اصلاحاتو غوښتنې پرته انتخاباتي کالج د کمپاین په جوړولو کې لوی رول لوبوي. نوماندان نه یوازې د فیصدي شمېرو یا پرسنټيج پواینټس لپاره هلې ځلې کوي، بلکې د هغو مهمو رياستونو ګټلو لپاره ډېر کار کوي چې پکې زيات اليکټرز [اليکټرول کالج] وي.

ځینې رياستونه په ضمانت سره ځانګړې ګوند ته رايې ورکوي. لکه الاسکا رپبلیکن او کېلېفورنيا دیموکراتانو ته ووټ ورکوي.

خو دلته "سوینګ رياستونه" یا هغه ریاستونه هم شته چې يو ګوند هم په اعتماد سره نشي ويلی چې له دې رياسته به ووټ ترلاسه کړي. دا رياستونه کانديدونو لپاره مهم وي او دوی ورته اضافي پام هم کوي.

اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، "موږ به ويسکونسن رياست د نورو څلورو کلونو لپاره ګټو."

شنونکی سوينګ رياستونه له نږدې څاري څو وړاندوینه وکړي چې د ټاکنو څنګه نتايج کېدای شي.

د ورجينا پوهنتون انتخاباتو شنونکي کالېې کونډک وايي، "فلوریډا، ویسکونسن، پنسلوانیا او میشیګن هغه رياستونه دي چې په تېرو کلونو کې یې سیالي کوله. دا ټول هغه رياستونه ول چې دوه ځله يې باراک اوباما ته رایي ورکړي وي. شمالي کارولینا یوازې په ۲۰۰۸ ز کال کې یو ځل اوباما ته رایه ورکړه. او ارویزونا له ۹۰مې راهیسې د ولسمشر لپاره د دیموکراټ ګوند کانديد ته رایه نه ده ورکړې. خو که تاسو د ارویزونا او شمالي کارولینا په څیر رياستونو ته وګورئ نو دا يو قسم د ټرمپ پر وړاندې پاڅون دی ځکه چې په دې رياستونو کې سپين پوستي، د کالج تعليم يافته ځوانانو سيالۍ نوره سخته کړې. نو دا د شپږو رياستونو ډول دی چې ډېری خلک احساسوی چې د ټاکنو پرېکړه کوي."

دلته د انفرادي انتخاب کونکو قضیې هم شتون لري چې د خپل رياست واک ردوي او مختلف نوماند ته رایه ورکوي. مګر دا نومول شوي بې باوره رايې ورکونکي کم وي او هیڅکله یې د ټاکنو پایله نه ده ټاکلې.

سږکال سپريم کورټ رياستونو ته دا واک ورکړ چې د رایې ورکوونکو د اکثریت سره په نظر کې نیولو سره رایه ورکړي.

د ميمفيس پوهنتون د قانون پروفيسر سټيو مولروي وايي، "نو دواړه لوی ګوندونه داسې پایلې غواړي او رایې ورکوونکي باید پوه شي چې سپريم کورټ رياستونو ته اجازه ورکوي چې داسې رايې ورکوونکي غیرقانوني کړي. سپريم کورټ دا کار پخپله نه ترسره کوي. دا یوازې ویل شوي چې کوم رياست چې غواړي، کولی شي."

یوشمېر نظر پوښتنې ښیي چې اکثریت امریکایان د اوسني نظام پرځای ولسمشر ته د ولسي رایو [پاپولر ووټ] نظام په حق کې دي. خو دا به په اساسي قانون کې د ترميم اوږد او ستونزمن عمل په معنی وي. دا مهال ۵۳۸ اليکټررز يا رايي ورکونکی دې چې د دوی رایې د امريکا راتلونکی ولسمشر ټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG