د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دوه لوی هوایي شرکتونه زرګونه کارمندان ګوښه کوي


دواړو هوایي شرکتونو ویلي چې د دې کار مخه نیول کېدای شي. که حکومت له دوی سره مرسته وکړي.
دواړو هوایي شرکتونو ویلي چې د دې کار مخه نیول کېدای شي. که حکومت له دوی سره مرسته وکړي.

د امریکا دوه ستر هوایي شرکتونو امېریکن او یونایټډ په پام کې لري چې سر له ننه له ۳۲ زرو زیات کارمندان ګوښه کړي.

له دغو دواړو شرکتونو چې له کانګرسه ‌یې د میلیاردونو ډالرو مرسته ترلاسه کړې، غوښتل شوي و چې د سېپټېمبر د میاشتې تر پایه څوک له کاره ونه ‌باسي.

که له دوی سره بیا مرسته ونه ‌شي ښایي ګڼ کسان له کاره وباسي.

دواړو هوایي شرکتونو ویلي چې د دې کار مخه نیول کېدای شي که د ټرمپ اداره او کانګرس د کارونو خوندیتوب ملاتړ لپاره د شپږو نورو میاشتو په مخه پر نورو ۲۵ میلیارده ډالرو مرستې موافقه وکړي.

که څه هم دواړه ګوندونه د هوایي شرکتونو ملاتړ کوي، خو تمه ده چې دغه مرسته به د مرستو په یوه لویه بسته کې شامله وي.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي او د خزانې وزیر سټیفن منوچین د سېپټېمبر پر ۳۰مه له څه باندې یوه میاشت وروسته د لومړي ځل لپاره سره مخامخ ولیدل ترڅو یوه حل لاره ومومي.

د کانګرس غړي تر فشار لاندې دي چې د نومبر پر درېیمه تر انتخاباتو مخکې باید د ځپل شوي اقتصاد د رغولو لپاره پر مرستې موافقه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG