د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: چیک هېواد کې اېمرجنسي


چیک جمهوریت کې د کورونا مخنیوي لپاره خلکو ماسکونه تړلي
چیک جمهوریت کې د کورونا مخنیوي لپاره خلکو ماسکونه تړلي

چیک حکومت د کورونا وایرس له زیاتو شوو کېسونو سره د مبارزې لپاره د اکتوبر له پينځمې نېتې څخه په ټول هېواد کې د بيړني حالت وړانديز تاييد کړی دی.

د چیک روغتیا وزیر رومان پریمولا د سېپټېمبر پر ۳۰مه د حکومتي چارواکو تر يوې ځانګړې غونډې وروسته وويل چې د محدوديتونو په لومړیو دوو اونیو کې به تر ۲۰ تنو ډېر په ډاګ یا خلاص ځای او تر ۱۰ ډېر په بند ځای کې نه شي سره راغونډېدلی.

لوبو ته به نندارچیان نه کښیني، منځني ښوونځي به بندېږي او په روغتونونو کې به د مرستې لپاره د طب زده کوونکي وروغواړي.

د چيک چارواکو ترمخه د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې د کورونا وایرس ۱۰۸۰ نوي کيسونه مخې ته راغلي چې له دې سره په کورونا وایرس د تولو اخته کسانو شمېر ۶۸،۹۱۹ ته رسېدلی دی. له دې وايرسه ۶،۵۵ کسان مړه شوي هم دي.

چيک جمهوریت تر دې مخکې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره په مارچ کې هم د دوو مياشتو لپاره بيړنی حالت اعلان کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG