د لاسرسي ځای

تازه خبر

بچیان دې خپلو بوډاګانو ته پام کوي: د یو بوډا فریاد


هرکال د اکتوبر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د مشرانو خلکو د ورځې په توګه لمانځلی شي. د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه د جنرل سېکرېټري انتونیو ګویتېرېش لخوا لیکل شوي چې نړۍد زیات عمر خلکو ورځ په یو داسې حالت کې لمانځي چې په زیاترو هېوادونو کې د کورونا وایرس له وجې مشران متاثره کړي دي. د نوموړي په خبره کووېډ ۱۹ ناروغۍ نه یوازې د زیات عمر لرونکیو پر صحت بلکې د دوی د حقونو د خوندي کولو او د خېر ښېګڼې پر کارونو هم اغېز کړی دی.

په پاکستان کې د برتانیا کلتوري اړیکو او تعلیمي پرمختګ نړیوالې ادارې برېټش کونسل او د پاکستان د حکومت په مرسته د زړو خلکو حقونو ژغورنې په اړه د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې د یو راپور له مخې په نړۍ کې د هر سېکنډ په تېرېدو سره دوه کسان شپېته کلن کېږي خو د راپور له مخې دا شمېره به په راروانو کالونو کې زیاتېږي.

د دغه راپور ترمخه مخه پاکستان د نړۍ په هغو ۱۵ هېوادونو کې دی چې د پاخه عمر څه باندې یو کروړ وګړي لري. او په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان اووه فیصده ابادي چې څه یو کروړ ۴۰ لکه جوړېږي له ۶۰ کالونو نه زیات عمرونه لري.

د پاکستان موجوده ابادي څه باندې ۲۲ کروړه ده.

په پاکستان کې دزړو خلکو لپاره کارکونکې غېر سرکاري ادارې هالېسټک هېلت کییر مشر ډاکټر آصف منور مشال راډیو ته وویل په پاکستان کې په سرکاري او یا شخصي توګه د زیات عمر لرونکیو کسانو لپاره ډېر کم کار کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د الخدمت فاونډېشن په نوم د خیریه ادارې مشر خالد وقاص څمکني د سېپټېمبر پر ۳۰ مه مشال راډیو ته وویل د دوی اداره د هغو خلکو د صحت، رهایش او خوراک بندوست کوي چې عمرونه یې له ۶۰ کالو یا له دې نه زیات دي او د څه نا څه مسلو له وجې يې کورونه پرېښې وي او یا خپل علاج نه شي کولی.

خالد وقاص وایي دوی په خپله اداره کې د زیات عمر خلکو لپاره د درملنې وړیا سهولت ورکوي. د نوموړي په خبره اکثره مشرانو خپل کورونه د غریبۍ او یا د نورو کورنیو مسلو له وجې پرېښي وي.

د ډير عمر لرونکو خلکو نړيواله ورځ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

بلخوا په پېښور کې د خیریه ادارې اېدهي فاونډېشن یو مشر شېر ګل د سېپټېمبر پر ۲۹ مشال راډیو ته وویل دوی په پېښور کې د مشرانو ښځو او سړو لپاره یو مرکز هم لري. د نوموړي په خبره دا وخت له دوی سره ۱۲ داسې ښځې په دغه مرکز کې ژوند کوي چې عمرونه يې ۶۰ کالونو نه زیات دي او دوی د لارو کوڅو او یا له سړکونونه بوتللي دي او اوس له دوی سره په اېدهي کور کې اوسیږي. شېر ګل وایي په ایدهی کور کې زیاتره ښځې وایي چې زامنو له یې ودونه وکړل خو اوس یې هغوي تپوس نه کوي، او یا یې ځینې نورې مسلې وي.

شېر ګل وایي دغه ښځې د مختلفو وجوهاتو او ناروغیو له کبله په ټلیفون خبرې نه شي کولی خو د نوموړي په خبره دوی یې له کورنیو سره هم رابطه کې اوسي.

د برېټش کونسل د راپور له مخې د پاکستان په سېند ، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د زیات عمر خلکو ته په روغتونونو ، پبلک ټرانسپورټ او نورو ادارو کې د سهولتونو ورکولو او د دوی د حقونو د خوندي ساتلو لپاره قانون سازي شوې خو عملي کیږي نه. د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د صوبایي اسمبلي غړي محمد فهیم د سېپټېمبر پر۳۰ مه مشال راډیو ته وویل په صوبه کې د مشرانو خلکو د ژوند ښه کولو او دوی ته د اسانتیاو ورکولو په اړه قانون سازي کړې خو تر اوسه پرې څه کار نه دی شوی. نوموړی وایي دا د دوی د حکومت په پلان کې وه چې د بوډاګانو لپاره به په روغتونونو کې بیل ځایونه جوړوي، په پبلک ټراپورټ کې به وړیا سفر کوي، خو د ځینو مسلو له وجې یې حکومت په دغو کارونو عملي کولو کې ناکامه شوی دې.

د الخدمت فاونډېشن د پېښور څانګې په روغتون کې تر درملنې لاندې ۶۲ کلن صابر رحیم وایي په سرکاري روغتونونو کې د مشرانو خلکو لپاره سهولتونه نشته، او د شخصي روغتون د خرچو وس نه لري نو ځکه دغلته خپل وړیا علاج کوي.

نوموړی وایي بوډاګان او مشرانو خپله ټوله توانایي پر خپلو بچو لګولې وي او که هغوی یې پام ونه کړي نو دوی په ذهني پرېشنیانو اخته کېږي.

کورونا وایرس او بوډاګان

په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وایرس له وجې په نړۍ کې مړو شوو کسانو شمېره له یو ملیون څخه اوښتې ده، او د صحت د نړېوالې ادارې ترمخه د کورونا وایرس له وجې په اروپا ، امریکا او نورو هېوادونو کې د کورونا وایرس له وجې په مړو شوو کسانو کې د هغو شمېره زیاته ده چې عمرونه یې ۶۰ او یا له دې څخه زیات ول.

بلخوا په پېښور کې د بوډاګانو او مشرانو خلکو د نفسیاتو یو ماهر ډاکټر اقتدار احمد روغاني د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل د کورونا وایرس له وجې هم د مشرانو په جسماني او ذهني صحت اثر پرېوتی. نوموی وایي په ټولنه کې هسې هم مشران ډېرې ناروغۍ لري او علاج ته هم پوره پام نه کوي، نو ځکه دلته د یو ۶۰ کلن تن صحت زیات خراب وي.

د ملګرو ملتونو د اقتصاد او د ابادۍ د څانګې د۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال د یو راپور ترمخه په په نړۍ کې د هغو خلکو شمېره زیاتیږي چې عمرونه یې اتیا یا له اتیاو کالونو زیات دي. د دغه راپور له مخې به په نړۍ کې د ۲۰۱۹ کال نه تر ۲۰۵۰ کاله پورې د اتیاو کالو او یا له دې نه د زیاتو خلکو عمرونه د ۱۴۳ ملیونو نه تر ۴۲۶ ملیونو ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د ۸۰ یا له دې څخه د زیاتو کالو عمر لرونکیو کسانو شمېره په اروپا او شمالي امریکا کېزیاته ده، چې مجموعي شمېره یې ۵۳.۹ ملیونه ده، او له دې وروسته په مشرقي او جنوبي اېشیایي هېوادونو کې ده چې شمېره یې ۴۸.۶ ملیون ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د تېر کال د یو راپور له مخې جاپان ، او اټلي او جرمني هغه هېوادونه دي چې پکې د ۶۵ کالونه زیات عمر لرونکي کسان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG