د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: چاودنې یو تن وژلی، شپږ ژوبل


خوست ښارګوټی
خوست ښارګوټی

د افغانستان په خوست ښار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او شپږ ولسي وګړي تپیان کړي.

د خوست والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه مازدیګر مهال ۴: ۴۵ دقیقې د خوست دوهمې حوزې اړوند د مجاهد څلور لارې ته څېرمه وشوه.

منګل وایي، یو تن ماین انتقالونکي، چې غوښتل یې یو ماین انتقال کړي، خپل ماین پرې چاودلی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی.

په پېښه کې شپږ ولسي وګړي هم ټپیان شوي چې پولیسو یاد ټپیان روغتون ته پر وخت انتقال کړي دي.

د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار په منځ چوک کې یوې چاودنې د ښوونځی یو زده کوونکی وواژه او څلور کسان یې ټپیان کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG