د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د بابري جومات ۳۲ تورن کسان پرېښودل شول


۳۰ کاله مخکې شوې د دغې پېښې په نتيجه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په راپورته شوي تشدد کې شاو خوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي و.
۳۰ کاله مخکې شوې د دغې پېښې په نتيجه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په راپورته شوي تشدد کې شاو خوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي و.

د هند يوه عدالت د سېپټېمبر پر ۳۰مه هغه ټول ۳۲ کسان بري کړي دي چې په بابري جومات باندې په بريد او نړولو تورن ول.

۳۰ کاله مخکې شوې د دغې پېښې په نتيجه کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په راپورته شوي تشدد کې شاو خوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي و.

د هندو قامپرسته حکمران ګوند بارتيا جنتا پارټۍيوشمېر مشران په هغه تورنو کسانو کې شامل و چې نن خوشې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.
دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.

په دې کسانو کې د بي جې پي شريک جوړونکی او پخوانی مرستيال وزيراعظم لال کرشنا اډواني، پخوانی وفاقي وزيران مورلی منوهر جوشي او اوما بهارتي او راجستان ګورنر کليان سنګ شامل دي.

دوی دا تورنه رد کړي دي چې د ۱۹۹۲ز کال په دېسمبر کې يې د شپاړسمې صدۍ د بابري جومات د نړلو لپاره هندو بلوه ګر راپارولي ول.

هندوان پر دې عقيده دي چې دغه جومات پر هغه ځای جوړ کړل شوی و چېرته چې د دوی بهګوان رام پېدا شوی و.

دوی ادعا کوي چې دغه جومات په يو مندر جوړ شوی و.

په ۱۹۹۳ز کال کې په شوې دغه پېښه کې ۴۹ کسان تورن شوي و چې پکې تر دې وخته ۱۷ کسان مړه شوي دي او پاتې ۳۲ کسان يو ځانګړي عدالت نن وروسته له هغو خوشې کړل چې د عدالت په وينا داسې ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي چې وښيي د دې ورانولو لپاره له وړاندې پلان شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG