د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: کباړ بازار کې د توپ ګوله چاودلې، پنځه تنه مړه


د نوښار کېمپ کورونو په سیمه کې نن سهار د توپ ګولې له چاودنې پینځه کسان وژل شوي او یو تن ژوبل شوی دی. د سرکاري امدادي ادارې ریسکیو ١١٢٢ د بیان له مخې دا پېښه په کباړ بازار کې شوې ده.

د کېمپ کورونو ځايي ولس د دې پېښې پروړاندې په احتجاج کې د پېښور موټروې تړلې وه، دوی پر پولیسو او نورو امدادي ادارو نیوکې کولې چې پر وخت له ژوبلو کسانو سره مرستې ته نه دي ورسېدلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG